افغانستان

بلخ کې د پسونو پر رمه وسله‌وال برید شوی

Advertisements بلخ ولایت کې وسله والو طالبانو د پسونو په یوه رمه برید کړی. د بلخ ځایي چارواکي وایي، وسله‌والو طالبانو تېره ورځ په دغه ولایت کې د یوه کس د ۴۰۰ پسونو پر رمه برید کړی او غوښتل یې چې په زور پسونه ترې یوسي. چارواکي زیاتوي، چې وروسته د کلي د خلکو او طالبانو تر منځ جګړه رامنځته شوې او څلور کسان په کې وژل شوي دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند … نور ولولئ

افغانستان

هیواد کې په لومړي ځل یوې مېرمنې ګلان پلورنځی جوړ کړی

Advertisements د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د لومړي ځل لپاره، یوې مېرمنې په خپل مالي لګښت د تازه ګلانو پلورنځی جوړ کړی. دغه مېرمن، چې بنفشه نومیږي، د مزارشریف ښار په یوه څنډه کې یې د (ګلسرا) په نوم د ګلانو پلورنځی جوړ کړی، چې شاوخوا ۲ زره ډالر لګښت پرې راغلی. دغه ګل پلورونکې میرمن وايي: “ د ټول کور او ماشومانو د ساتنې او پالنې مسؤولیت یې په سر دی، په … نور ولولئ

افغانستان

بلخ کې د ملي اردو پر ښځینه سرتېرو وسله‌وال برید شوی

Advertisements د بلخ ولایت مزار شریف ښار کې نامعلومو وسله‌والو د ملي اردو پر ښځینه سرتېرو وسله‌وال برید کړی، دوه ښځینه سرتېرې یې وژلې او د موټر چلوونکي په ګډون یې دوه نورې ټپيانې کړې دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، نن سهار شاوخوا اته بجې نامعلومو وسله‌والو د مزار شریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ملي اردو د ښځینه … نور ولولئ