افغانستان

ډیويډ پيټریس:طالبان فقط د امریکایانو د ویستلو او د زندانیانو خوشي کول غواړي

امریکايي پوځي او د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی مشر ډیویډ پېټریس وایي طالبان یوازې دا غواړي چې امریکایي عسکر له افغانستان ووځي او د دوی زندانیان له بنده خوشي شي. نوموړي په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی او په دې باور دی چې طالبان د سولې په برخه کې ناغېړي کوي. هغه ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالی د کمولو لپاره نه بلکې د خپلو زندانیانو … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني د امریکا د دفاع له وزیر سره پر سولې خبرې کړې

ولسمشر غني د امریکا د دفاع له وزیر لوید استین سره ټلیفوني خبرې کړې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په دې ټلیفوني خبرو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وشوې. خبر پاڼه کې همدا راز راغلي، چې د امريکا دفاع وزير د دې ترڅنګ چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ یې … نور ولولئ

افغانستان

بلېنکن: پر طالبانو باور نه لرو چې امریکا دې له ګواښونو وژغوري

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خبرو پر مهال ویلي پر طالبانو دومره هم باور نه دی په کار چې ګواکي دغه ډله دې امریکا د القاعده او داعش له خطره وساتي. د هغه په وینا امریکا د خپل امنیت د تامین لپاره پر ټولو لارو چارو غور کوي او د سرتېرو ایستل به هم په شرایطو پورې تړلي وي. بلینکن همدا راز ویلي … نور ولولئ

افغانستان

امریکا: له طالبانو سره دې د سولې خبرو ته دوام ورکړل شي

امریکا غواړي چې له طالبانو سره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د تېر کال پر تړون له سره غور وکړي. د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جک سالیوان د هېواد د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره د افغان سولې په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي. د امریکا له ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغې شورا سلاکار تېر ماښام د افغانستان د ملي امنیت شورا له … نور ولولئ

سیاست

د امریکا د استازو مجلس د ټرمپ استیضاح تایید کړه

د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي ویلي چې ټرمپ په ټاکنو کې د درغلیو تورنه پورې کړي دي، د ځینو ایالتونو وزیران یې درغلۍ ته هڅولي او تر ټولو مهمه دا چې لاریون کوونکي یې پر کانګریس خونړي برید ته هڅولي دي. د امریکا استازو مجلس د استیضاح پرېکړې ته ۲۳۲ مثبتې رایې ورکړې دي. له دې وروسته به دغه پرېکړه سنا ته ځي او که دغه مجلس هم رایه ورکړه نو ټرمپ … نور ولولئ

سیاست

امریکا: د استازو مجلس د ټرمپ د استیضاح غوښتنه کړې

وروسته تر هغه چې د ډونالډ ټرمپ پلویانو د امریکا پر کانګریس برید وکړ، په دغه هېواد کې د دوو حاکمو ګوندونو ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوي او د دیموکرات ګوند کانګریس ته د ولسمشر ټرمپ د استیضاح طرحه وړاندې کړه. د کانګریس مشرې نانسي پلوسې د استازو او د سنا مجلس له دیموکراتانو غړو سره په یوه طرحه کار کړی دی او دا طرحه یې دواړو مجلسونو ته وړاندې کړې ده چې له مخې یې … نور ولولئ

نړۍ

امریکا کې بد وضعیت؛ ټویټر او فیسبوک د ټرمپ اکونټونه بند کړې

امریکا کې د ټرمپ پلویان لاهم هڅه کوي چې د بایډن د بریا د اعلان مخنیوی وکړي. خو د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي لاریون کوونکو ته په خطاب کې ویلي: « تاسې غوښتل موږ له خپلې پرېکړې راوګرځوئ، خو دا کار ناشونی دی او نن به کانګریس خپله پرېکړه اعلانوي. پلوسي  پر کانګریس برید په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې پرکپېټال هال ودانۍ د لاریون کوونکو ننوتل له سپکاوي … نور ولولئ

سیاست

امریکا کې د ټرمپ پلویانو پر کانګرس برید کړی

امریکا کې د ټاکنیزو ناندریو په دوام تېره ورځ د ډونالډ ټرمپ پلویانو لاریون وکړ او د کانګرس ودانۍ ته ننوتل. د ولسمشر ټرمپ پلویانو تېره ورځ د کانګرس پر ودانۍ هغه مهال برید وکړ چې هلته د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن بریا اعلانېدله. دغه راز وروستي راپورونه وایي، د سنا مجلس غړو خپله غونډه بېرته  پیل کړې ده. دې تاوتریخوالي څو ساعته وړاندې ډونالډ ټرمپ خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال … نور ولولئ