افغانستان ژوند بڼه سرسکالو

صالح: د تابوت انځورونه او تش تابوتونه دې نور دباندې نه ایښودل کیږي!

خبر: ملیحه ناصري

افغانستان کې نور تابوت پلورنکي اجازه نه لري د تابوت انځورونه او تش تابوتونه دباندې کېږدي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح د نن ورځې د شپږنیمو بجو سهارنۍ ناسته کې وویل چې تر نن وروسته به په کابل ښار کې هېڅ تابوت پلورونکې هټۍ د دې اجازه ونه لري چې پر لوحو باندې د تابوت, قبر او نور دې ورته انځورونه وکاږي. دا هټیوال به د دې اجازه هم نه لري چې خالي/ تش تابوت دباندې نندارې ته کېږدي؛ ځکه دا هر څه د کابل ښاریانو پر ارواه باندې منفي اغېز ښندي او د دوی د نارامۍ لامل کېږي.

تابوت جوړوونکي او پلورونکي به یوازې پر لوحه ( د تدفین چوپړتیاوې) لیکي.

ویل کېږي په روانو اته څلوېښتو ساعتونو کې به په ټول کابل کې دا حکم پلی شي.

د دې خبر په اورېدو سره ځینو کابل مېشتو خپله خوښي څرګنده کړې؛ خو ځینې نور کسان دا ډول کارونه لومړیتوب نه ګڼي او وایي چې لومړی د مړو د شمېر د کمولو لپاره کار وکړئ چې تابوتونه خپله راکم شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ