نړیوال جام هم راتلونکې کال ته وځنډول شو!

لیکنه: محمدصابر حمیدي
د دوشنبې په ورځ د کرکټ نړیوالې شورا د تازه پرېکړې په بنسټ د ۲۰۲۰م د کرکټ نړیوال جام په رسمي ډول راتلونکې ۲۰۲۱م کال ته وځنډول شو.
د ۲۰۲۰م د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د اسټرالیا هیواد په کوربتوب په اکتوبر او نوومبر میاشتو کې ترسره کېدی، خو د کورونا ویروس له امله راتلونکې کال ته وځنډېد.
اوس د کرکټ نړیوالې شورا د تازه پرېکړې له مخې نړیوال جام به د ۲۰۲۱م په اکتوبر او نوومبر میاشتو کې ترسره شي.
لا تراوسه معلومه نده، چې ددې جام کوربتوب به همغه اسټرالیا کوي او که کوم بل هیواد.

د کرکټ نړیوال جام په داسي مهال ځنډول کیږي، چې تر دې یوه اونۍ مخکې د کرکټ اسیا جام هم یو کال وځنډول شو.
ټاکل شوې وه اسیا جام سږ کال په سپټمبر میاشت کې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا ویروس له امله هغه هم په رسمي ډول راتلونکې کال ته وځنډول شو.
د کرکټ اسیايې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د اسیا جام ۱۵م پړاو به د ۲۰۲۱م په جون میاشت کې د سریلانکا په کوربتوب ترسره شي.

د نړیوال جام او اسیا جام ځنډېدل د هندوستان کورنیو تجارتي سیالیو «IPL» ته لار پرانیزله او اوس د ټولو هیله همدې ټورنمنټ ته ده.
هند کرکټ بورډ ویلې، چې  آی پي ایل سیالۍ به  د هند په ځای متحده عربي اماراتو کې د سیپټمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه پيل شي او د نومبر میاشتې په ۷مه نېټه به پای ته ورسیږي.
متحده عربي آماراتو هم په څو ځلې ویلې، چي د آی پي ایل کوربتوب ته پوره چمتوالی لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي