تېر شل‌اوریزه نړیوال جام کې محمدنبي ترټولو زیاتې ویکټې اخیستې وې

د ۲۰۱۶م کال شل اوریزه نړیوال جام د ۲۰۱۶م کال د مارچ میاشتې په ۸مه نېټه پيل او د اپرېل میاشتې تر ۳مي نېټې پوري یې دوام وکړ، چې پکې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې شاملې وې او اتلولي یې ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې خپله کړه.

په یاد نړیوال جام کې ترټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی، افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل و، چې په اوو سیالیو کې یې ۱۲ ویکټې اخیستې وې.

ددې ترڅنګ د یاد نړیوال جام دویم مخکښ ویکټ اخیستونکی بیا بل افغان لوبغاړی راشدخان ارمان و، چې په اوو سیالیو کې یې ۱۱ ویکټې اخیستې وې.

د شل‌اوریزه نړیوال جام رسمې ټویټر‌پاڼې د افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل ستاینه کړې او ویلې یې دي، چې د تېر نړیوال جام ترټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی‌خېل دی.

 

 

 

د ۲۰۱۶م کال په شل اوریزه نړیوال جام کې زیاتې ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

 

۱ـ محمدنبي: افغانستان، ۷ لوبو کې یې ۱۲ ویکټې واخیستې.

۲ـ راشدخان ارمان: افغانستان، ۷ لوبو کې یې ۱۱ ویکټې واخیستې.

۳ـ میچل سانتینر: نیوزیلنډ، په پنځو لوبو کې یې ۱۰ ویکټې واخیستې.

۴ـ سودهي: نیوزیلنډ، په ۵ لوبو کې یې ۱۰ ویکټې واخیستې.

۵ـ ډیویډ ویلي: انګلستان، په ۶ لوبو کې یې ۱۰ ویکټې واخیستې.

۶ـ شکیب‌الحسن: بنګله‌دېش، په ۷ لوبو کې یې ۱۰ ویکټې اخیستې دي.

۷ـ مصطفیظ‌الرحمن: بنګله‌دېش، په ۳ لوبو کې یې ۹ ویکټې واخیستې.

۸ـ بدري: ویسټ‌انډیز، په ۶ لوبو کې یې ۹ ویکټې اخیستې دي.

۹ـ انډري رسل: ویسټ انډیز، په ۶ لوبو کې یې ۹ ویکټې اخیستې دي.

۱۰ـ براوو: ویسټ انډیز، په ۶ لوبو کې یې ۹ ویکټې اخیستې دي.

 

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام راتلونکی پړاو

 

ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي.

دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي.

 

وروستي مطالب