سپورټ کرکټ

له (T-10) لیګ سیالیو څخه پنجاب، کیراله، سند او راجپوټ  لوبډلې کورته رخصت شوې 

 د کرکټ په (ټي ټين) یا ۱۰ اوریزه لیګ سیالیو کې د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو څخه ۴ لوبډلې پای لوبې ته د رسیدو په موخه بل پړاو ته ورسیدې، خو پاتې ۴ نورې لوبډلې کور ته رخصت شوې.

 د متحده عربي اماراتو په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالیو دویم پړاو لوبې د تیرې نوامبر میاشتې په ۲۱ مه نېټه یولس ورځې وړاندې پيل شوې دې، چې سبا یې وروستۍ ورځ ده.

په دغه سیالیو کې د نورترن ویریرز، پښتون، بنګال ټایګرز او مراتا اربینز لوبډلې بل پړاو ته ورسیدې، خو بلخوا د افغان لوبغاړو شهزاد محمدي اړوند راجپوټ، ظاهر خان اړوند پنجاب، سمیع الله شینواري اړوند سند او د ویسټ انډیزي کریس ګیل اړوند د تیر کال اتله کیراله نایټز لوبډلې کور ته رخصت شوې.

 د نن ورځ په لمړۍ لوبه کې د محمد نبي عیسی خیل او مجیب ځدران اړوند بنګال ټایګرز لوبډله د راشد خان، حضرت الله ځاځي او نجیب الله ځدران اړوند لوبډلې سره په مهمه سیالۍ کې مخامخ ده، چې پکې ګټونکې لوبډله به پای لوبې ته د رسیدو په موخه یو قدم نوره هم وړاندې شي، خو بایلونکې لوبډله به دریم مقام ګټلو لپاره یوې بلې سیالۍ ته انتظار کوي.

 په دې لیګ کې د نورترن ویریرز او پښتون هغه لوبډلې دې، چې د جدول په سر کې ځای لري او د سبا ورځ په لمړۍ سیالۍ کې به ګټونکې لوبډله پای لوبې ته ورسیږې، خو بایلونکې لوبډله به د بنګال ټایګرز او مراتا اربینز لوبډلو څخه ګټونکې ته انتظار وي، تر څو دویمه نهايي لوبډله د پای لوبې لپاره کره شي.

 د ټي ټين په نوم د کرکټ دغه ۱۰ اوریریزه سیالیو دویم پړاو لوبې سبا د ډیسمبر میاشتې په دویمه نېټه پای ته رسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی