فبروري 27, 2021

د افغان لوبغاړو په شتون کې سبا د کرکټ لس اوریزه لیګ پیلږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ سبا پنجشنبه پیلیږي او د راتلونکې فیبرورۍ میاشتي په ۶مه نېټه پای ته رسیږي.
په دې لیګ  کې اته لوبډلې مراتا عربینز، بنګله ټایګرز، ډهلي بولز، نارترن وایررز، ډیکن ګلډیټرز، قلندرز، ابودوبۍ او پوني ډیویلز شاملې دي.
یادو اتو ګډونوالو لوبډلو ته د لوبغاړو د پیر مراسم«بولي» څو ورځې وړاندې ترسره شوه، چې پکې تر لسو زیات افغان لوبغاړي واخیستل شول.

په ټي ټین لیګ کې اخیستل شوي افغان لوبغاړي

په دې لیګ کې محمدنبي، شهزاد محمدي، قیس‌احمد، رحمن‌الله ګربز، مجیب ځدران، نوراحمد لکڼوال، نوین‌الحق، فضل احق، عظمت‌الله عمرزی، حضرت‌الله ځاځی، درویش رسولي، نجیب‌الله ځدران، وقار سلام خېل، کریم جنت او ظاهرخان بیلابیلو لوبډلو ځان ته اخیستي.

د لس اوریزه لیګ د لوبو مهالوېش

د متحده عربي اماراتو یاد لس اوریزه لیګ کې ګډونوالې اته لوبډلې په لومړي او دویم ګروپونو وېشل شوي.
لومړی ګروپ: مراتا عربینز، ډهلي بولز، بنګله ټایګر او نارترن وایررز.
دویم ګروپ: ډیکن ګلډیټرز، قلندرز، ابودوبۍ او پوني ډیویلز.
په لومړۍ ورځ (سبا پنجشنبه) دا درې لوبې ترسره کیږي.

په دویمه، درېیمه او څلورمه ورځ دا لوبې ترسره کیږي.

له هغه وروسته بیا د نورو پړاونو لوبې ترسره کیږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*