مارچ 2, 2021

د ټي ټین لیګ په پرونیو دریو لوبو کې د افغان لوبغاړو کارګردګي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د متحده عربي اماراتو لس اوریزه کرکټ لیګ په دویمه ورځ هم درې لوبې ترسره شوې.
په لومړۍ سیالۍ کې قلندرز لوبډلې پوني ډیویلز ته په نهو ویکټو، په دویمه لوبه کې ډهلي بولز لوبډلې مراتا عربینز ته په نهو ویکټو او په درېیمه لوبه کې بیا ډیکن ګلډیټرز لوبډلې په شپږو ویکټو ابو ظبۍ ته ماته ورکړه.

پرونیو لوبو کې افغان لوبغاړي

په دې لیګ کې تر لسو زیات افغان لوبغاړي اخیستل شوي، چې ګڼ شمېر یې پرون ولوبېدل او د ځینو کارګردګي یې موږ دې لیکنه کې راخیستې.
۱- دروېش رسولي، پوني ډیویلز لوبډله، په ۲۴ توپونو ۳۴ منډې.
۲- عضمت الله عمرزی، قلندرز لوبډله، په یوه اور کې یې ۱۶ منډې ورکړې، ویکټه یې نه ده اخیستې.
۳- جاوید احمدي، مراتا عربینز، په ۱۹ توپونو یې ۲۴ منډې وکړې، رن اوټ شو.
۴- رحمن الله ګربز، ډهلي بولز، په ۲ توپونو ۴ منډې.
۵- محمدنبي، ډهلي بولز، ولوبېد، خو نه یې توپوهنه وکړه او نه یې هم توپ اچونه.
۶-نجیب الله ځدران، ابوظبۍ، په ۳ توپونو یې ۴ منډې وکړې.
۷- یمین احمدزی، مراتا عربینز لوبډله، یوه ویکټه یې واخیسته.

د نن لوبې

نن شنبه هم د ټي ټین لیګ درې لوبې کیږي، چې په لومړۍ لوبه کې مازدیګر ۴:۳۰ بجې بنګله ټایګرز د مراتا عربینز په وړاندې، په دویمه لوبه کې ماښام ۶:۴۵ بجې ابوظبۍ د قلندرز په وړاندې او نن ماخستن ۹ بجې بیا ناترن وایررز د پوني ډیویلز په وړاندې لوبیږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




جاپاني پوهان: د زړښت ضد نوي درمل کشف شول

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : په زړه پورې

ژباړه د جاپان څېړونکو نوى ميکانيزم کشف کړى، چې د حجرو له زړښت څخه مخنيوى کوي. • د راپورونو پر اساس، “ماکوتو ناکانسي” د توکيو د طبي پوهنتون پروفيسور وايي، چې د کشف شوي ميکانيزم ... نور ولولئ