د راشد، ځاځي او نجیب دې ټیم درې لوبې کړي، دوه یې په کې بایللي

مراتا اربینز د راشد خان او حضرت ځاځي په شتون کې له دویمې ماتې سره مخ شوه !

په متحده عربي اماراتو کې د پيل شوي کرکټ ۱۰ اوریزه لیګ سیالیو په روانه لړۍ کې د مراتا اربینز لوبډلې دویمه ماته وخوړه.

که څه هم له دغې لوبډلې سره د نورو بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې درې پياوړي افغان لوبغاړي راشد خان، حضرت الله ځاځي او نجیب الله ځدران هم شتون لري، خو په روانو سیالیو کې یې دویمه ماته هم وخوړه.

د بیګا شپې په سیالۍ کې د مراتا اربینز لوبډله دویسټ انډیزۍ نورترن ویریرز لوبډلې خلاف په سیالۍ کې مخامخ وه، چې مراتا اربینز لوبډلې د باران له کبله د لوبې په ټاکلو ۹ اورونو کې مقابلې نورترن لوبډلې ته د ۹۵ منډو هدف ورکړ.

د مراتا لوبډلې لپاره په سر کې د افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي او انګلستاني ایلیکس هیلز بیټ د مقابلو بالرانو لخوا د منډو جوړلو څخه را ایسار شو، ورسره د افغان چپ لاسي توپ وهونکي نجیب الله ځدران د ۴ شپږیزو پر مټ ۲۷ چټکو منډو سره بل هیڅ کوم توپ وهونکي ښه لوبه ترسره نکړه او په سیالۍ کې د لوړ هدف څخه منع شول.

په تیره سیالۍ کې افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي د ۷۶ منډو پر مټ خپله لوبډله سترې بریا ته ورسوله، خو په دریمې سیالۍ کې یې وړاندې ویکټ وبایلله.

نورترن لوبډلې لپاره د تیر په څیر یو ځل بیا ویسټ اڼدیزي نیکلس پوران چټک پیل وکړ او د لوبډلې په ګټه یې ۶۲ ممنډې جوړې کړې، چې لوبډله یې په اسانۍ سره د لوبې په اتم اور کې بریا ته ورسوله.

په دغه لیګ کې د ۵ ورځو تیریدو وروسته ټولې ۱۲ لوبې ترسره شوې دي، چې پکې د پښتون، بنګال ټایګرز او نورترن ویریرز لوبډلو د دوه لوبو په ګټلو سره دویم پړاو ته د مخکښو لوبډلو په توګه لار پيدا کړې او ورسره د راجپوټ او کیراله نایټز لوبډلو ترمنځ د باران له کبله د لوبې مساوي کیدو راجپوټ ته ګټه رسولې، چې د نیټ رنریټ سره په خپل ګروپ کې دویم مقام ته رسیدلې ده.

په دغه سیالیو کې ۸ لوبډلې شاملې دي، چې پکې (پښتون، پنجابي لیجنډز، سندز، نارترن ویریرز، راجپوټز، مراتا اربینز، بنګال ټایګرز او کیراله نایټزز) په دوه ګروپونو ویشل شوې دي.

په لمړي ګروپ د پښتون، سندز، راجپوټز، کیراله نایټز) او په دویم ګروپ کې د پنجابي لیجنډز، نورترن ویریرز، مراتا اربینز او بنګال ټایګرز لوبډلې شاملې دي.

د سیالیو د نمراتو د جدول پر اساس اوس مهال په لمړي ګروپ کې پښتون لوبډله لمړی، راجپوټز دویم، کریله کینګز دریم، سندز څلورم او په دویم ګروپ کې نورترن ویریرز لمړی، بنګال ټایګرز دویم، مراتا اربینز دریم او پنجاپ لیجنډز لوبډله څلورم مقام کې ځای لري.

د ۱۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو دویم پړاو د روانې نوامبر میاشتې په ۲۱ مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شوی، چې د راتلونکې نوامبر میاشتې تر دویمې نېټې پورې به دوام وکړي.