سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د عربي اماراتو لس اوریزه لیګ او پکې اخیستل شوي ګڼ افغانان

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د راتلونکي جنورۍ میاشتي په ۲۸مه نېټه پیلیږي او د فیبرورۍ میاشتي په ۶مه نېټه پای ته رسیږي.

په دې لیګ  کې اته لوبډلې مراتا عربینز، بنګله ټایګرز، ډهلي بولز، نارترن وایررز، ډیکن ګلډیټرز، قلندرز، ټیم ابودوبۍ کرکټ، پوني ډیویلز شاملي دي.

یادو اتو ګډونوالو لوبډلو ته د لوبغاړو د پیر مراسم«بولي» پرون چهارشنبه ماخستن ترسره شوه، چې پکې ۱۵ افغان لوبغاړي واخیستل شول.

لس اوریزه لیګ کې اخیستل شوي لوبغاړي

محمدنبي، شهزاد محمدي، قیس‌احمد، رحمن‌الله ګربز، مجیب ځدران، نوراحمد لکڼوال، نوین‌الحق، فضل احق، عظمت‌الله عمرزی، حضرت‌الله ځاځی، درویش رسولي، نجیب‌الله ځدران، وقار سلام خېل، کریم جنت او ظاهرخان.

قیس‌احمد، کریم جنت، فضل‌حق فاروقي، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران بنګله ټایګر لوبډلې.

محمدنبي، رحمن‌الله ګربز او وقار سلام خېل ډهلي بولز لوبډلې.

نوین الحق او نجیب‌الله ځدران ابو ظبۍ لوبډلې.

محمد شهزاد او ظاهرخان ډیکن ګلډیټرز لوبډلې.

عضمت‌الله عمرزی قلندرز لوبډلې.

دروېش رسولي پوني ډیویلز لوبډلې.

که څه هم د مراتا عربینز لوبډلې په تازه خپور شوي سکواډ کې حضرت‌الله ځاځی نه لیدل کیږي، خو هغه پر خپلې رسمي فسیبوک پاڼې خبر ورکړی، چې یوځلې بیا له مراتا عربینز لوبډلې سره یوځای شو.

د یادو افغان لوبغاړو له ډلې یو شمېر یې پر خپلو ټولنیزو رسنیو په یاد لیګ کې پر اخیستلو خوښي ښودلې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ