رسنۍ سپورټ کرکټ

لس اووريز لېګ څلورم پړاو کې شهزاد،ګېل او افرېدی يو ځل بيا لوبېږي

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د محمد شهزاد په ګډون د شل اووريز کريکټ غوره لوبغاړي په لس اووريز لېګ کې لوبېږي.

د عربي اماراتو څلورم پړاو کريکټ ليګ د راتلونکې کال جنوري مياشتي په ۲۸مه پيليږي چې اته ورځي به دوام وکړي.

پدې ليګ کې اته لوبډلې دي چي په دوو ګروپونو ويشل سويدي.

هره لوبډله کوښښ کوي ترڅو د نورو کلونو هغه لوبغاړي يوځل بيا واخلي چې د دوی لپاره يې ښه پايله ورکړې وي، او یا هم د نوو لوبغاړو په لټه کې دي.

پدې لېګ کې تېر کال تر ۱۰ ډېر افغان لوبغاړې ولوبېدل چې سږکال شاید تر هغه لا ډېر وي.

راشدخان، قیس احمد،محمدنبي او مجيب الرحمن د ظاهرخان په ګډون بېله قید اوشرط څخه لوبېږي او ورسره د محمدشهزاد شتون هم د ګلاډياټورز لوبډلې سره يقيني سويدی.

د افغان قوي لوبغاړو ترڅنګ سږکال دې ليګ لپاره کريس ګېل هم اماده ګي نيولې او په یوې مرکه کې يې ويلي چې ابو دبۍ ته د ورتګ لپاره سخت انتظار دی او ويلې دي چې د ګېل طوفان راتلونکی دی.

شاهد افريدي هم ويلي چې يوځل بيا لس اووريز ليګ ته ځم او د نړۍ غوره لوبغالي کې به ولوبېږم.

ډواين براوو،سونيل نارین او شعیب ملک هم خپله امادګي ښودلې ده.

ددې ليګ هره لوبه لس اووره ده چې خورا تېزي او جذابي لوبي يې دي، د کريکټ د لنډ فارمټ مينوال ددې ليګ لپاره ډېر انتظار وي او په خورا شوق او ذوق يې ګوري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ