مارچ 2, 2021

په ټي ټین لیګ کې د پرونیو لوبو حال، پکې د افغانانو کارګردګي او د نن لوبې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د متحده عربي اماراتو لس اوریزه کرکټ لیګ د تېرې پنجشنبې په ورځ د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شو، چې د لومړۍ، دویمې او درېیمي ورځې په څېر پرون په څلورمه ورځ هم پکې درې لوبې وشوې.
په لومړۍ سیالۍ کې بنګله ټایګرز په شپږو ویکټو مراتا عربینز ته، په دویمه لوبه کې قلندرز په نهو ویکټو ابوظبۍ ته او په درېیمه لوبه کې بیا نارترن وایررز په ۳۲ منډو ډهلي بولز ته ماته ورکړه.

پرونیو لوبو کې افغان لوبغاړي

په دې لیګ کې تر لسو زیات افغان لوبغاړي اخیستل شوي، چې ګڼ شمېر یې پرون ولوبېدل او د ځینو کارګردګي یې موږ دې لیکنه کې راخیستې.
۱- کریم جنت، بنګله ټایګرز لوبډله، په دوو اورونو کې یې یوازې ۱۳ منډې ورکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
۲- مجیب الرحمن، بنګله ټایګرز، په دوو اورونو کې یې ۲۸ منډې ورکړې، ویکټه یې نه ده اخیستې.
۳- یمین احمدزی، مراتا عربینز، په دوو اورونو کې یې شل منډې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیسته.
۴- نوین الحق، ابوظبۍ لوبډله، په دوو اورونو کې یې ۱۹ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیسته.
۵- نجیب الله ځدران، ابوظبۍ لوبډله، په ۱۲ توپونو یې ۱۲ منډې وکړې.
۶- رحمن الله ګربز، ډهلي بولز لوبډله په ۱۳ توپونو یې ۱۵ منډې وکړې.
۷- محمدنبي، ډهلي بولز لوبډله، په نهو توپونو یې ۱۵ منډې وکړې او یوه اور کې یې ۲۴ منډې ورکړې.

د نن لوبې

نن یکشنبه هم د ټي ټین لیګ درې لوبې کیږي، چې په لومړۍ لوبه کې مازدیګر ۴:۳۰ بجې ابوظبۍ د پوني ډیویلز لوبډلې په وړاندې، په دویمه لوبه کې ماښا ۶:۴۵ بجې بنګله ټایګرز د نارترن وایررز په وړاندې او درېیمه لوبه کې بیا ماخستن ۹ بجې قلندرز د ډیکن ګلډیټرز لوبډلې په وړاندې لوبیږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي