د ټي ټین لیګ پای لوبه

 د عربي متحده اماراتو په شارجه کې د کرکټ (ټي ټین) یا ۱۰ اورنو سیالیو په نوم دویم پړاو لوبې ۱۲ وړاندې پيل شوې، چې پکې ۸ لوبډلو ګډون کړی و.

د ۱۱ ورځو دوام وروسته د پښتون او نورترن ویریرز لوبډلې وروستۍ فاینل ته ورسیدې، چې نن به ترې یوه لوبډله د اتلولۍ جام خپل کړي.

 د پرون ورځ په سیالیو کې پښتون لوبډلې همدې ویسټ انډیزۍ نورترن لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ځان پای لوبې ته ورسو، خو بایلونکې نورترن لوبډلې ته لا هم په لیګ کې د دویم ګټلو له کبله بله موقع پاتې وه او په وروستۍ لوبه کې یې د مراتا اربینز لوبډلې پر وړاندې د بریا په خپلولو سره بیا ځلې د پښتون لوبډلې مقابلې ته را ورسیده.

 د بنګال ټایګرز او مراتا اربینز دوه هغه لوبډلې دې، چې پای لوبې ته په رسیدو ونه توانیدې او نن به دواړه لوبډلې یو ځل بیا په خپلو کې سره د دریم مقام ګټلو لپاره د پای لوبې څخه وړاندې په سیالۍ کې مخامخ وي.

 له دې وړاندې په لمړۍ مرحله کې د راجپوټ، پنجاب، سند او کیراله نایټز ۴ هغه لوبډلې وې، چې په دې لیګ سیالیو د مخکې تګ څخه بې برخې شوې.

 د یادونې ده، چې د کرکټ ۱۰ اوریزه دې لیګ سیالیو د تیر لمړي ځل اتلولي د کیراله نایټز لوبډلې ګټلې وه، په داسې حال کې چې دا ځل لا د وړاندې کور ته تللې، خو دویم پړاو کې به اوس ترې دغه اتلولي د پښتون یا هم نورترن لوبډله په خپل نوم ثبت کړي.




وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ