ځوانان او زده کړې رسنۍ روغه سټه

د سږو د سرطان له تمې څخه لرې نښې

ژباړه: عایشه حیدري

انګلیسي څېړونکو د یوې څېړنې د پايلو په اعلانولو سره ويلي چې کېدای شي د تخرګونو لاندې پړسوب د سرطان له نښو څخه وي.

له Express څخه په نقل د سپوټنیک راپور کاږي چې د سرطان د څېړنې سازمان اعلان کړی دی چې د تخرګونو لاندې پړسوب کېدای شي د سږو د سرطان يوه نښه وي.

د یاد سازمان په بيان کې ويل شوي دي، که چېرې دغه نښې د تخرګونو لاندې او يا هم ځينو برخو کې وي نو کېدای شي د‌ دې نښه وي چې ناروغۍ پر لنفاوي غدې اغېز کړی دی.

د برېټانيې د سرطان د څېړنې سازمان ويلی: چې کېدای شي لنفاوي غوټې (غدې) د مېکروبي ناروغیو له امله هم لویې شي.

دغه سازمان خبرداری ورکړ، ترڅو چې ډاکټر تاسو معاينه کړي نه یاست او ازمېښتونه یې نه وي ترسره کړي، نه باید د دغو نښو د رامنځته کېدو د لامل په تړاو مطمئن شئ.

د سږو پر سرطان د اخته کېدو ځینې نورې نښې چې هغومره نه دي پېژندل شوي د ګوتو د وروستيو بندونو (فلانجونو) پړسوب ، په ژوولو کې ستونزه او یا د ژوولو پر وخت درد، د غږ خرابوالی او بدلون، د مخ، ستوني او غاړې پړسوب , د سینې او اوږو همیشنی درد دی

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ