اپریل 13, 2021

د نابغه علامه سيدجمال الدين افغان په زړه پورې ویناوې

Advertisements

ژباړن او راټولوونکی: محمد عزيز پردېس
فکري خپلواکي او بيان نه ورکول کېږي، اخېستل کېږي. د يوه هېواد خپلواکي او استقلال يوازې په وينا نه ترلاسه کېږي.
********
موږ نشو کولی چې حقايق په ګمان، خيال او شک سره له منځه يوسو.
********
د پستۍ او حقارت انتخابول د عزت او وقار په پرتله اسانه دي.
********
ډېر لږ داسې پېښېږي چې حق پرته له زحمت څخه ترلاسه شي.
********
ملت پرته له اخلاق څخه نابود دی او اخلاق پرته له عقيدې څخه کومه لاسته راوړنه نلري او عقيده پرته له پوهې او علم څخه عقيده نه ده.
********
د ملتونو د اعمالو تر ټولو غوره تله د هغوی اخلاق دی.
********
د حکمت پلټونکي ډېر دي، خو عملي کوونکي يې کم دي.
********
که ناپوهان او جاهلان حاکمان شي، نو د ټولنې نظم او نسق له منځه ځي.
********
هغه څوک چې د خرڅلاو لپاره خس راټولوي، له هغه شخص څخه غوره دی چې سره زر زېرمه کوي.
********
پوه هغه څوک دی، چې څه چې د ځان لپاره مناسب ګڼي؛ بل ته يې هم مناسب وګڼي.
********
هرکله چې انسان خپل ځان سره محاسبه وکړي، څرنګه چې نورو سره محاسبه کوي؛ نو په دې صورت کې به د هغه تېروتنې کمې شي او کمال ته به نږدې شي.
********
لويديځ ته لاړم اسلام مې وليده، خو مسلمانان مې ونه ليدل؛ راغلم ختيځ ته، دلته مې مسلمانان وليدل خو مسلماني مې ونه ليدله.

وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ