Advertisements
افغانستان سیاست

په افغانستان کې د سیاسي میراث مسئله – د خوشال خلیل لیکنه

لیکنه: خوشال خلیل

زموږ په هېواد کې له جهاد علاوه په تېرو اتلسو کالو کې یو لړ نوي سیاسي اشخاص او سیاسی کورنۍ رامنځته شوي دي. دا چې سیستم فاسد و، نو دغه کورنیو کې اکثریت یې زیات مادي، مالي او حتا معنوي امتیازات ترلاسه کړي دي.

که موږ وغواړو که ونه غواړو دغه کورنۍ د افغانستان په روان سیاست، حکومتي بیروکراسۍ، تجارت او پانګونې او حتا جرمي اقتصاد کې مهم نقش لري. مثلا دغه اشخاصو یا ایلیټ طبقې له دولتي او سیاسي موقف نه په استفادې خپلو بچیانو ته په بهرنیو هېوادونو کې د زدکړو ښه فرصتونه برابر کړل او هلته یې لوړې زدکړې وکړې، ځینو نورو د پلار په پیسو بزنس پيل کړی دی او نن کامیاب بزنسمینان دي او نورو یې د پلرونو سیاسي میراث راټینګ کړ پارلمان ته ودریدل او بریالی شول، یا هم د ګوندونو په راس کې راغلل او حتا حکومت هم له دغو نه د ځینو زامن په لوړو پوزیشنونو وګمارل.

اصلي مسئله داده چې د دغه سیاسي کورنیو اکثره غړي چې هم مهال ښه کدرونه او د پلرونو خلاف په نویو شرایطو برابر دي، په ټولنه کې د یو ډول پیغور سره مخ دي او عام خلک دوی د پلرونو د کړنو په خاطر ګرموي او حتا د پلرونو سیاسي اشتباهات هم له دوی پورې تړي او دوی هم کله کله مجبوريږي چې عامو خلکو سره تقابل وکړي او خبره شخړو او کشالو ته ووځي.

اوس اساسي سوال او پوښتنه داده چې زموږ دولت، راتلونکی حکومت، زموږ روشنفکران او نور اهل نظر خلک به راتلونکي کې دغې قضیې سره څه ډول چلند کوي؟

ایا دوی باید د خپلو پلرونو په خاطر راتلونکې اداره کې پرېنښودل شي او یا پرېښودل کېږي شرایط به یې څه وي؟

دا مسئله باید موږ د یو اجتماعي واقعیت په توګه ومنو ځکه دوی هیڅوک نشي اګنورولی خو دا نسل او سیاسي میراث باید څنګه مدیریت شي په داسې حال کې چې دوی ځانته حق ورکوي چې د ټولنې د نخبه کورنیو دي او ټولنه باید د دوی تر مدیریت لاندې وي؟

د دودیز مشروعیت پر اساس، دا هر څه ډېر ښه روان دي، اما د شخړو او جګړې او وروسته نړيوالې تیوریګاني څه وايي؟

په مترقي لبرالو ټولنو کې اخلاق او حتا قوانین داسې تدوین شوي دي چې سیاسي میراث یې په ډېر ندرت سره بچیانو ته انتقالېږي، خو د پلار ګټلې پیسې که حتا ملیاردر هم وي، ډېره فیصدې میراث یې دولت ته ورګرځي او بچیانو ته یې میراث کې کم شی پاتې کېږي. حتا ځیني سخت دریځی لبرال تیوریسنان ټینګار کوي چې په لبرالیزم کې هر شخص ته د پرمختګ مساوي فرصت او میدان خالي دی او له دغه فرصتونو څخه په استفادې یو شخص کولای شي هر څومره پیسې یې چې توان کې وې وګټي، خو کله چې دا شخص مړ کېږي، اولاد ته باید میراث کې څه پرېنږدي ځکه د ده اولاد ته هم دغه فرصت شته چې د پلار هومره په خپل زحمت شتمن شي.

بله، د اسلام نظریه ده چې یو شخص د پلار نه یوازې مشروع مالي میراث ترلاسه کولای شي، خو سیاسي میراث اولاد ته نه انتقالېږي.
مارکسیزم بیا له دوی سره د انقلابي چلند طرفدار چې دلته یې له تفصیل تېریږم.
دا بحث په اوسنیو سیاسي چنه بازیو کې د سیاسي رهبرانو د اولادونو د امتیاز غوښتنې له ګرم بازار پورې رایاد شو.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

خوشال خلیل