فبروري 28, 2021

خواږه خواړه د وزن کمېدو سره مرسته کوي

ژباړه: نسيمه محمدي
د La Gaceta de Salamanca ژورنال په حواله، کارپوهان په دې باور دي، چې خواږه خوړل د وزن کمولو لپاره یوه چاره ده.
د وزن کمولو په جریان کې له خوږې مثلا مڼې او ککاو ګټه اخيستلای شو.
باید ۷۰٪ ککاوي خواږه مصرف شي، د خوړو د چارو کارپوهان سپارښتنه کوي، چې مڼه، جلاتین او د تازه مېوو ټوټې دې یو ځای مصرف شي، د مستو او بېلابېلو توتانو څخه جوړ څښاکونه هم کولای شي دوبیز ساړه دسر/ سپک خواړه او څښاکونه وي، د دې موادو خوړل د مړښت حس ټوکوي.
کلارا نورس، د تغذيې کارپوهه وايي: مېوې د قند او خوږې تر ټولو ښې سرچینې دي، د نوموړې په وینا خوږو ته خپله لېوالتیا باید د خرما، ممیزو، وچ زردآلو او ګیلاسو په خوړو پوره کړو، سربېره پر دې مېوې د آنتي اکسېدان، وېټامینونو او معدني موادو لرونکي دي.
کارپوهانو زیاتوي، چې اصلي ټکی د خوږو په خوړلو کې د تعادل ساتل دي.

وړاندې له دې د انګلستان د کمبرېج پوهنتون، د وزن جوړونې او د تغذیې د برخې متخصصانو د قرنطین/ کوربندۍ پر وخت د وزن کمولو د څرنګوالي په اړه سپارښتنې وړاندې کړې وې، د دې رژیم مطابق باید چمتو شوي خواړه و نه خوړل شي او پخپله باید اخلی پخلی وکړو، سپارښتنه کېږي، چې د مدیترانه‌یې خوړنیز رژیم پیروي وشي. همدارنګه تر یو څه وخت باید د الکولو، چټک کاربوهایدرېتونو، اضافي مالګې او خوږو دې هم ډډه وشي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي