مارچ 2, 2021

ګرمي او خوله کیدل؛ ګټه او تاوان یې څه دی، څه ورسره وکړو؟

خوله کیدل د انسان یوه همېشنۍ ځانګړنه ده، خو په ګرمۍ یا اوړي کې دا ځانګړنه بیخي زیاتیږي.
خاصتاً که د جلال اباد یا داسې نورو تودو سیمو اوسیدونکي وئ او لمر سره مو مخه وي نو د وجود په خولو به مو هره ورځ څو ځله ولمبیږئ.
دلته به ولولئ، چې په ګرمۍ کې لمر ته د وجود له سپارلو مخکې باید څه وکړئ او د لمر د تودوخې له کبله پیدا کیدونکې خوله څه ګټې لري؟
د لمر د خولې ګټې
د انسان پر وجود د لمر د تودوخې پریوتل هم ګټې او هم زیانونه لري.
خو ګټې یې له زیانونو څخه زیاتې ګڼل شوي.
لومړۍ او مهمه ګټه دا ده، چې د لمر تودوخه ستاسې وجود ته ویټامین ډي ورکوي.
ویټامین ډي د دې ترڅنګ، چې ستاسې پوستکي ته زیاته ګټه لري، د عقل د زوال، د بې حافظه کیدو د مخنیوي، د غاښونو د پياوړتیا، د نفس تنګۍ د مقابلې، له سرطان سره د مبارزې او په ټوله کې د وجود د دفاعي سیستم د پياوړتیا سبب ګرځي.
د دې ترڅنګ ستاسې د ذهني ارامتیا سبب کیږي او نه پریږدي، چې خپه یا نارامه اوسئ.
سربېره پردې ستاسې د سر او ویښتو خوله کیدل د ویښتانو په توییدو کې کمښت راولي.
زیانونه یې څه دي؟
د لمر له وجې خوله کیدل تاوانونه هم لري. مثلاً: پوستکی مو زړوي، سوزوي، توروي او د دې ترڅنګ ګنګسیت او د فشار ټیټوالی پیدا کوي.
څه ورسره وکړو؟
له لمره نه لیرې والی ښه دی او نه ورسره زیات نیږدې والی.
غوره ده، چې هم ورسره په نسبي اندازه نیږدې پاتې شوو او هم ورڅخه ځان وساتو.
له لمر سره د نیږدې والي لپاره په ګرمۍ کې په خاص ډول ضرور ده، چې د لمر ضد کریمونه وکاروو.
دا کریمونه د لمر د زیانونو پر وړاندې ستاسې پوستکی قوي کوي او له زیانونو یې خوندي ساتي.
هغه کسان، خاصتاً ښځې که د امیدوارۍ ضد درمل کاروي او لمر ته یې ګرځیدل زیات وي، باید د استعمال په اړه له خپل معالج ډاکټر سره وار د مخه وغږیږي.
ځينې خلک د خولو له بوی سره د مقابلې لپاره عطر یا سپری کاروي، چې دا ډېر موثر کار نه دی.
له خولې کیدو وروسته معمول ده، چې خلک لامبي. تاسې هم ولامبئ، خو له لمبا وروسته بیرته خپل بدن وچ کړئ.
په وچولو کې یې احتیاط وکړئ، چې ځان پاک په تیزۍ سره پرخپل پوستکي راکش نه کړئ.
دا درته تاوان ځکه کوي، چې پوستکی مو نری شوی وي او کیدای شي نور هم کمزوری شي.
له خولې کیدو سره پوهیږئ، چې ستاسې د وجود اوبه ضایع کیږي. ښه ده چې د بیرته ترلاسه کولو لپاره یې اوبه زیاتې وڅښئ.
په ګرمۍ کې هغه کسان، چې پوستکی یې سپین دی، تر شلو دقیقو دې په لمر کې په پرله پسې ډول نه ګرځي.
د نورو خلکو لپاره هم له یوه ساعته زیات ګرځیدل ښه نه دي ګڼل شوي.
د سهار له لسو بجو مخکې او د مازیګر له څلورو بجو وروسته هغه وختونه دي، چې تاسې پکې لمر ته ګرځیدی شئ.
دا وخت لمر زیات سوزونکی نه وي او تاوان نه لري.
 

جاپاني پوهان: د زړښت ضد نوي درمل کشف شول

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : په زړه پورې

ژباړه د جاپان څېړونکو نوى ميکانيزم کشف کړى، چې د حجرو له زړښت څخه مخنيوى کوي. • د راپورونو پر اساس، “ماکوتو ناکانسي” د توکيو د طبي پوهنتون پروفيسور وايي، چې د کشف شوي ميکانيزم ... نور ولولئ