څوارلس خورا انرژي بښونکې جملې

ژباړه: ملیحه ناصري

۱- په یوازیتوب سره نړۍ نشم بدلولای، خو کولی شم یوه تیګه سیند ته ور واچوم چې ډېرې څپې خورې کړي. (مادر ترزا/ د خیریه چارو فعاله)
۲- د اقدام پر اړتیا باور لرم. پوهېدل بسنه نه کوي، پوهه به کاروو. غوښتل بس نه دي، باید یو کار هم وکړو. (لیوناردو داوینچي/مخترع او هنرمند)
۳- ځان ته مو هیلې جوړې کړئ، ګڼې بل کس به تاسو د خپلو هیلو لپاره وکاروي. (فیرا ګیري/ سوداګر او د انګیزه ورکوونکو خبرو ویاند)
۴- پوښتنه دا نه ده چې څوک به ما ته اجازه راکړي. پوښتنه دا ده چې څوک به زما پر وړاندې خنډ شي. (این رینډ/فیلسوف او لیکوال)
۵- هغو ته چې موږ سختې ازموینې وایو، امتحان نه دی، په بدله جامه کې ډالۍ او انعامونه دي. (سکار وایلډ/ لیکوال)
۶- هوډ لرل هېڅ لګښت نه لري، خو کولی شي هر څه درته برابر کړي. (موري نیولنډ)
۷- د کور کېناستلو پر ځای ټولنې ته وتل، اتیا سلنه بریا ده. (ووډي آلن/مدیر)
۸- ستاسو وخت ډېر کم دی، نو هغه د بل چا په ژوند کې مه لګوئ. (سټيو جابز)
۹- خلک وايي چې هوډ/ تکل دوامداره نه دی، ښه نو د سر وینځلو اغېز کله پر بدن پايي، نو د همدې لپاره سپارښتنه کېږي چې هره ورځ ولامبئ. (زیګ زیګلار/ ارواپوه)
۱۰- په کوم ځای کې چې یاست، پیل یې کړئ، هغه څه چې لرئ ویې کاروئ، هغه کار چې کولی شئ ویې کړئ. (آرتور آش/ د ټینېس تورپوستی لوبغاړی)
۱۱- هېڅ شی ناشوني)  impossible) نه دي. خپله همدا کلمه درته وايي چې زه شونې یم (I’m possible).( اُدري هېپبورن/د بشردوستانه چارو فعال)
۱۲- پوه شوی یم، څومره چې سخت کار کوم، هومره چانسونه لاسته راځي. (ټوماس جفرسون/ د امریکا درېیم ولسمشر)
۱۳- بریا د هغو کوچنیو هڅو ټولګه ده چې هره ورځ تکرارېږي. (روبرټ کالیر/ له ځان د مرستې کولو کتابونو لیکوال)
۱۴-مېړانه د وېرې نه شتون نه دی، پر وېره برلاسی دی. (مارک تواین/ لیکوال)

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب