مارچ 3, 2021

سُشانت سینګ راجپوت د خپل ژوند وروستي درې نیم ساعتونه څنګه تېر کړي؟

د ۳۴ کلن “سُشانت سینګ راجپوت ” په ۱۴مه د جون غرمه مهال د ځانوژنې خبر په اورېدلو پر هند سربېره په ټوله نړۍ کې مینه‌وال خواشیني شوي.
سُشانت سینګ راجپوت د هند د ممبئ پُرشوره سیمه «ویسټ باندرا» په خپل رهایشي کور کې د ملګرو او نوکرانو په شتون کې خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.
پولیسو تر اوسه د ده له کوره، د ده لخوا هېڅ کوم لیکل شوی اخري لیک نه دی ترلاسه کړی. تر اوسه پولیسو یې له کوره د ده د درملنې نسخې ترلاسه کړي، چې له مخې یې ده د ډیپریشن ناروغي تداوي کوله.
د اداکار د نږدي ملګرو په وینا، نوموړی د څو میاشتو راهیسي په ډیپریشن او ذهني ناروغۍ اخته و او کورونا او قرنطین یې اندېښنې لا پسې ډېرې کړې وې.

د دل بچیاره فلم یو انځور؛ دا فلم د کرونا له ويرې ريليز نه شو

د ترلاسه شویو معلوماتو پر اساس که څه هم لا معلومه نه ده چې د نوموړي د ډیپریشن یا ژور خفګان لاملونه به څه وو او نه یې هم د اقتصادي وضعیت د خرابوالي په اړه کوم څه خپاره شوي.
د نږدي ملګرو په حواله یې، سشانت سینګ راجپوت تېره اونۍ هغه مهال د مایوسۍ ښکار شو، چې د نوموړي پخوانۍ ۲۸ کلنې منیجرې «ډیشا سالین» د خپل کور له بنګلې د ځان په غورځولو بوږنوونکې ځانوژنه وکړه.
د اداکار په ذهني حالت او د ده د ژوند وروستیو درې نیم ساعتونو په هکله هندي رسنۍ «انډیا ټوډی» د ده له نږدې ملګرو سره خبرې کړي.
د نوموړي د نږدې ملګرو په وینا: سُشات سینګ خپل ژوند ته له مخه ښې مخکې، ډېر خاموش او ځان یې تنها احساسوه.
د «انډیا ټوډی» په حواله، سشانت سینګ په خپل درې اطاقه کور کې له دوو اشپزانو او یو دوبي سره ژوند کاوه. د جون په ۱۳ او ۱۴ د ده یو نږدي ملګری هم د ده کور ته د شپې راتله.
د راپور له مخې؛ د جون پر ۱۴ مه د سُشانت سینګ راجپوت په کور کې ټول ۵ کسان موجود وو، اداکار چې سهار لس۱۰ بجي له خوبه راپاڅېده، نو ډېر خاموشه و.
د دوی په وینا، سشنات سینګ لس۱۰ بجي جوس جوړ او وڅښه، وروسته خپل اطاق ته ننوت او ځان پسې یې له دننه دروازه وتړله.
د «انډیا ټوډی» په حواله، کله چې د سُشانت سینګ د اطاق دروازه وهي او د راپاڅولو کوښښ یې کوي، نو دروازه نه بېرته کېږي، چې په دې سره په فلیټ کې موجوده ټول خلک دروازې مخې ته راټولېږي، دوی قلف ماتونکی هم راغواړي ورسره پولیسو ته هم خبر ورکوي او د پولیسو په مرسته ټولو کسانو له دولس نیمو۱۲:۳۰ بجو نه ۱۲:۴۵دقیقو ترمنځ موده کې دروازه ماتوي، کله چې دروازه ماتېږي، نو دوی اداکار زندۍ په غاړه ځوړند ویني.
پولیس د اداکار مړی راښکته کولو وروسته طب عدلي لپاره روغتون ته لېږدي، چې د نوموړي د ځانوژنې خبر په اورېدلو یې په درجنونو مینه‌وال د ده د کور مخې ته راټولېږي.
بل لورې د اداکار پلرنی کور چې د بهار ايالت په «پټنا» کې دی هلته هم په درجنونو خلک راټولېږي ورسره په ټويټر هم د ده د ځانوژنې خبر په ټاپ ټرینډ دي.
د سُشانت سینګ راجپوت په داسې ناڅاپي ځانوژنې د هند لومړي وزیر، سیاسي، ټولنيزو او ګڼو فلمي ستورو افسوس او خواشیني ښودلې ده.
سُشانت سینګ د خپل هنر پیل په ۲۰۰۸م کې له ټلوېزیون کړی و، هغه فلمي نړۍ کې یې کار په ۲۰۱۳م کې پیل کړ. نوموړي تر اوسه په ځینو فلمونو کې کار کړی دی.

د سُشانت سینګ راجپوت د فلمونو له جملې؛ «کائی پوچی، شده دیسی رومانس، پي کی، ډيټیکټو بایو مکیشن بخشي، ایم ایس ډوني: دی یونائیټډ اسټوري، رابطه، ویلکم ټو نیویارک، کیدرنات، سون چړیا، چهچهوری او ډرایئور شامل دي.
سُشانت سینګ راجپوت د دې دولس کالن کیریئر په موده کې نږدي ۲۰ ایوارډونو ته کاندید شوی، چې له دې جملې څخه یې ۹ ایوارډونه یې ګټلي دي، دۀ د بهترین ډيبیو اداکار، بهترین پاپولر اداکار او د فلم بهترین اداکار فیئر؛ اسکرین ایوارډز او زي سائن ایوارډونه ګټلي دي.
نوموړي ډېر شهرت د عامر خان په فلم “pk” د پاکستاني مسلمان هلک سرفراز په رول لوبولو ترلاسه کړی، چې په دې فلم کې هندوه نجلۍ یعني «انوشکا شرما» ورسره مینه لري.
له «پي کی» وروسته نوموړي په ۲۰۱۶م کې د هندي کرکټر «مهندرا سنګ ډوني» په ژوند جوړ شوې فلم «ایم ایس ډهوني»: دی یونائیټډ اسټوري کې مرکزي رول په لوبولو د نوموړي شهرت لا ډېر کړ.
یادونه: د اداکار «دل بیچاره» فلم په تېره مې میاشت کې ریلیز کېده، چې د کورونا له امله ریلیز نه شو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي