د ځان وژونکي هندي اداکار "سُشنات سینګ "۵۰ ارمانونه چې په خپل لاس یې لیکلي'

“سُشنات سینګ راجپوت” په ډېر زیار و کوښښ په باليوډ کې خپل نوم جوړ کړ، چې نوموړي د “پي کی، ایم ایس ډھوني، کیدارناتھ او چھچھوري په څېر فلمونو کې کار کولو وروسته د خلکو په زړونو کې لا خپل ډېر ځای ډېر او محبوبیت ترلاسه کړ.
نوموړي په ټولنیزو رسنیو په خپل لاس لیکل شوي خپلې ۵۰ آرمانونه/ هېلي خپرې کړي وي، چې اوس یې د مړینې وروسته ښکته پورته کېږي.
سُشانت سینګ تیر کال ستمبر کې د خپلو هغو ۵۰ هیلو لړليک له مینوالو سره شریک کړی و، چې د پوره کولو هېله من یې ؤ.
د اداکار سُشانت سینګ راجپوت پنځوس آرمانونه او هیلو لړلیک !

۱- د الوتکې الوزولو زده کړه.
۲- د آیرون من مولټي سپورت (یوه لوبه ده چې درې سپورته لري لکه: زغاسته، باېسېکل زغلول، او لمبا) ته چمتو کیدل.
۳- د کرکټ لوبه په کیڼ لاس کول.
۴- د مرسې کوډ (داسې کوډ چې په ټېلي کامونيکېشن کې کارول کیږي، توري په ټکي او ډاش اړوي) زده کول.
۵- ماشومانو ته د فضاء په اړه زده کړه ورکول.
۶- د اتلاونو سره د ټېنس لوبه کول.
۷- هرې سینه کشۍ نه وروسته څلور وارې د لاسو پړقا استلو سپورټ کول.

۸- د یوې اونۍ لپاره د سپوږمۍ، مریخ، مشتري او د زحل سیارې تر منځ د لارې رسمول.
۹- د اوبو په شين غار کې غوټه وهل.
۱۰- د رڼا انعکاسي تجربه کول.
۱۱- زر ونې ایښودل.
۱۲- د دهلي د انجینري کالج په لیلیه کې یو ماښام تیرول.
۱۳- سل ماشومان د یوه سمینار لپار ناسا او یا د هند فضايي څیړنېز مرکز ته استول.
۱۴- د کیلاش په غره کې ژور فکر کول. (یوګا)

۱۵- د یو اتل سره د پوکر لوبه کول.
۱۶- یو کتاب لیکل.
۱۷- د اټومي څېړونه لپاره د اروپايي سازمان نه لیدنه
۱۸- اورورا بورېليس (د ځمکې د شمالي خوا پلوشې او رڼا) نقاشي کول.
۱۹- د ناسا په یو بل ورکشاب کې ونډه اخېستل.
۲۰- ښکلی اندام په شپږو میاشتو کې جوړول.
۲۱- په سېنوټس کې لمبېدل.
۲۲- د نابینایانو ژبه، هغوی ته چې د سترګو کمزوري لري زده کول.
۲۳- یوه اونۍ په ځنګل کې تیرول.
۲۴- ستورپیژندنه زده کول.
۲۵- ډېزنيلند (د کارتون او فلمونو نړۍ په پاريس او کالیفورنیا کې)

۲۶- د ليګو (د فزیکي تجربو یو مرکز په سانټیاګو کې) نه لیدنه.
۲۷- د یو آس ساتنه.
۲۸- لږ تر لږه لس قسمه نڅا زده کول.
۲۹- د زده کړې په ډګر کې وړیا کار کول.
۳۰- په ټلېسکوب د ستورو انځورونو لیدل.
۳۱- د کریا یوګا زده کول.
۳۲- له انترکتیکا څخه لیدنه.
۳۳- ښځو سره د ځان ساتنې او دفاع زده کولو کې مرسته کول.
۳۴- د فعاله آتشفشان نه ويډیو یا انځورونو اخېستل.

۳۵- کرنه/کښت زده کول.
۳۶- ماشومانو ته د نڅا زده کړه.
۳۷- کیڼ او ښې لاسونو کارول.
۳۸- د فزیک اړوند د یوه کتاب ټول لوستل.
۳۹- د پولینیشن په ستورپیژندي پوهېدل.
۴۰- زما د خوښې د سندرو د ګیتار ریتمونو (ډډونو) زده کړه.
۴۱- د یو اتل سره د شطرنج لوبه کول.
۴۲- لامبرګينې (یو ماډل قیمتي او برانډ موټر) درلودل.

۴۳- په ویانا کې د سینټ سټیفن کاتډرل له کلیسا لیدنه.
۴۴- د سایماتیک تجربه ترسره کول.
۴۵- د هغو محصلینو سره مرسته کول او هغوي چمتو کول، کوم چې غواړي د هند د دفاع قوتونو کې داخل شي.
۴۶- د ویويکانانډا (یو هندي اثري شخصیت) په اړه یوۀ ډاکمنټري یا ریښتینې فلم جوړول.
۴۷- د اوبو د سرلوبه زده کول.
۴۸- په توضیحي ټکنالوژی کې کار کول.
۴۹- کاپویرا (برازیلي نڅا او رزم) زده کول.
۵۰- ټوله اروپا کې د ریل سره ګرځیدل.
ستاسو یې کومه هېله یا ارمان خوښ شو او بل دا چې خپله یوه داسې هېله راته ولیکئ چې د پوره کولو لپاره یې نه یوازې هېله من یاست بلکې پلان هم ورته لرئ!؟

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب