د نبي او راشد دې بله ماته؛ علتونه یې دا کیدای شي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د آې پي ایل ۲۲ مه پنجاب په ۶ وېکټو وګټله او حېدراباد ته یې پکې مناسبه ماته ورکړه.
د حېدراباد لوبډلې لپاره د پاور پلی لوبول له ستونزو ډک و، اوپنر توپ وهونکی جاني بېرسټو د مجیب ځدران له خو د دوهم اوور په دوهم توپ وسوځول شو او بیا د حېدراباد د توپ وهنې سرعت کم شو.
حېدراباد لپاره که څه هم ډېوېډ وارنر ۷۰ ناسوځېدلې منډې وکړې؛ خو منډې یې د تېرو لوبو په پرتله چټکې نه وې، همدا علت و، چې ۱۵۱ منډې هدف یې د پنجاب ځواکمنې لوبډلې ته کېښود.
د وارنر د ۷۰ ناسوځېدلو منډو ځواب لوکېش راهول په ۷۱ ناسوځېدلو منډو ورکړ او تر وروستیو شېبو یې د لوبډلې د بریا تار پرېنښود او همداسې یې مظبوط وساته.
پنجاب دا هدف په شلم اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د لوکېش راهول د ۷۱ ناسوځېدلو منډو او د میانک اګروال د ۵۵ سوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او حېدراباد لوبډلې څخه یې بریا خپله کړه.

مجیب د پنجاب او نبی او راشد د سنرایزر له لورې په پرونۍ لوبه کې ولوبیدل

د لوبې بایللو علتونه
اول دا چې د حېدراباد توپ وهونکو ته په کتو ۱۵۱ منډې هدف عادي هدف دی، د حېدراباد د پیل توپ وهونکي د توپ وهنې ستنې دي او په ځانګړې توګه جاني بېرسټو بیا خورا اغېزناک دی، د جاني بېرسټو ژر سوځېدل د حېدراباد لوبډلې لپاره د خطر زنګ دی.
دوهم علت
په مېډل ارډر یا منځنۍ برخه کې حېدراباد د توپ وهنې په برخه کې یو هېټر لري، هغه هم محمدنبي عیسی خېل دی، د هېټر نه چلېدل بیا د لوبډلې د بایللو چانس یقیني کوي.
محمدنبي عیسی خېل یو ځل بیا ځان په توپ وهنه کې د الراونډر په توګه ثابت نه کړ او ژر رن اوټ شو.
که محمدنبي تر اتلسم اوور پورې ولاړ وای، ټارګېټ تر ۱۷۰ پورې پورته تلی شوای.
دریم علت
د حېدراباد لوبډلې ناکامه ډګرساتنه وه، یوسف پټان له خوا د بونېشور کومار مهم اوور کې تخنیکي او ون ډاون توپ وهونکي میانک اګروال ته چانس ورکول او کېچ غورځول د لوبې د بایللو ستر علت و.
په هغه چانس کې کېچ هم ولوېد او دوه منډې هم راغلې.
څلورمه تېروتنه بیا ناسمه لوبډلمشري وه
د بونېشور کومار لوبډلمشري په پرونۍ لوبه کې کمزورې وه، وروستي اوور لپاره باید هیڅکله د سپېن بالر اوور ونه ساتل شي، وروستي اوور لپاره باید داسې بالر توپ اچونه وکړي، چې هغه یارکر او بلاک بالونه غورځولی شي.
دا بالر باید چټک توپ اچوونکی وي؛ بونېشور کومار اپوټه کار وکړ او وروستیو ته یې د سپېن بالر اوور پرېښی و.
په وروستیو شېبو کې هم مېس فیلډینګ وشو او دا د حېدراباد د بایللو ناره وه.
نظر
که حېدراباد لوبډله د لوبو ګټل غواړي له اوپننګ سره، سره باید وروستیو شېبو کې د کلکتې لوبډلې په څېر یو ځواکمن فېنېشر یا د لوبې پای ته رسوونکی توپ وهونکی ولري.
حېدراباد اوس یوسف پټان لري؛ خو هغه د لوبې دم او توان نه لري.
که اوپننګ کې دا ځل د جاني بېرسټو پر ځای نیوزیلېنډي اوپنر توپ وهونکي مارټېن ګوپټېل ته ځای ورکړي، ښایي اغېزمن ثابت شي.
حېدراباد لوبډله باید په ډګرساتنه ښه کار وکړي او د یوسف پټان پر ځای باید ریډیمن ساحا او یا هم شریواټس ګوسوامي ولوبوي.
که حېدراباد دا نخسې عملي کړي، بریا به یې یقیني شي.
د نومرو په جدول کې کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې له شپږم ځای څخه دریم مقام ته لوړاوی وکړ او حېدرباد لوبډله بیا څلورم ځای ته ولوېده.