هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه

په تاوده لمر څنګه د خپلو سترګو روغتیا ته پام وکړئ ؟

لیکوال: ډاکتر منوج رای مهتا ، د سترګو متخصص
ژباړه : شمیم اتل

سترګې د وجود مهمه برخه ده. اوړی او تیز لمر د سترګو لپاره ګڼ چیلنجونه، ستونزې او ناروغۍ له ځان سره راوړي. په ګرمه هوا کې د سترګو ستونزې زیاتیږي چې اضافي پاملرنې ته اړتیا لري.

ولې په اوړي کې د سترګو زیات پام وساتو؟

1- توده هوا د سترګو د اوښکو له پردو څخه تبخیر زیاتوي چې ورسر سترګې زر وچیږي او هغه سترګې چې لا دمخه خشکي ولري لا بدتره کوي.

2- د لمر په وړانګو کې یو وي ( UV) تر کیبات زیاتیږي. دا د سترګو حساسیت زیاتوي، د سترګو خشکي رامنځ ته کوي او همدارنګه د سترګو پر سطحه او د سترګو پر شا او خوا پوستکي ناوړه اغیزې کوي.
3- په اوړې کې فصلونه رسیږي، ونې بوټې لویږي، بېلابیل حاصلات اخیستل کیږي چې دا ټول په هوا کې له ونو بوټو سره تړلې الرژۍ، حسیاستونه، ګردونه او فنګسونه خپروي. چې د سترګو د ډول ډول حساسیتونو او نورو ستونزو سبب کیږي.

4- په اوړې کې بادونه او توفاني هواګانې هم له یوې سیمې بلې ته هغه مواد په اسانۍ خپروې چې د سترګو د الرژیو او حساسیتونو سبب کیږي.

څنګه خپلې سترګې د سختې ګرمې هوا له شره خوندي کړئ؟

1- کله چې هوا ډیره توده وي په ځانګړې توګه غرمه او ماسپښین مهال هڅه وکړئ چې سیوري ته او یا په سرپټي ځای کې و اوسئ. د سترګو لپاره د سانتي ګراد په حساب ۲۴ درجې هوا چې د رطوبت فصیدي په کې ۶۲ وي تر ټولو بهتره هوا ده.

2- په منظمه توګه مایعات او اوبه وڅښئ. سترګې لمدې دي او که وجود کې موږ د اوبو کمې وي ستاسو سترګې په ښه توګه مرطوبي نه شي ساتلی. د ګرمیو په ورځو کې باید د ورځې تر څلور لیترو پورې اوبه وڅښئ.
3- سترګو ته مو د هوا د مستقیم بهیر مخه ونیسئ. دا که طبیعي شمال وي، که د پکي شمال وي، که له ایرکنډیشن او یا بلې کومې وسیلې څخه وي. که ایرکنډیشن کاروئ باید کافي رطوبت ولري ځکه که د رطوبت چاره ونه کړئ یوازې د ایرکنډیشن هوا ډیره خشکه وي. په ځینو ښاري ودانیو کې د حرارت د منظم ساتلو سیستمونه هم د هوا د خشکۍ سبب کیږي. هڅه وکړئ چې د خونې د سړخت سره سم د خونې د مرطوبیدو غم هو وکړئ. په سر خلاصي لوښي کې اوبه ايښودل، د هوا سړونکي کولر اوبه تازه کول، شا او خوا لږ اوبه شیندل او ګڼې نورې لارې چارې شته چې تاسو پرې په خپله خوا او شا هوا کې رطوبت زیاتولی شي او دا په ګرمۍ کې د سترګو د روغتیا لپاره ډیره مهمه ده.

4- د سترګو لپاره ځینې داسې چکک وکاروئ چې کیماوي مواد ونه لري څو سترګې مو مرطوبې وساتي. که چیرې مو سترکې خشکي لري نو بیابیا د سترګو لپاره لمدونکي چکک وکاروئ. البته چکک یوازې هغه مهال وکاروئ چې سترګې مو سوزش او خارښت کوي. بې مورده کارول یې سم نه دي.
5- له کوره د بهر وتلو لپاره سهار وختي او مازیګر ښه وختونه دي. دا مهال د لمر وړانګې تتي وي او که مخامخ لمر ته ونه ګورئ سترګو ته تاوان نه کوي. پیک داره یا بله ډول داسې خولۍ وکاروئ چې پر سترګو مو ډیر لمر ونه لګیږي.

همدارنګه د لمر د وړانګو په وړاندې عینکې په سترګو کړئ. له ځان سرچتري وګرځوئ یا په نورو لارو پر ځان او خپل کار ځای سیوری وکړئ. لمر که پر سترګو زیات ولګیږي په اوږد مهاله توګه سترګو ته ګڼې او جدي ستونزې پېښوي.

6- داسې جامې واغوندۍ چې تاري او نخي وي او درباندې برابرې وي. په اوړې کې د خپل وجود د حرارت د ټیټ ساتلو لپاره خپل فزیکي کارونه هم که کمولی شئ ښه ده. په اوړې کې له ګرمۍ سره مناسب تعامل وکړئ او د خپلې روغتیا په وړاندې بامسولیته اوسئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */