مارچ 2, 2021

ابراج البیت؛ اسمانڅکه ودانۍ

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري
په عربي نړۍ کې نن سبا د دنګو ودانیو جوړول ډېر دود شوي دي، او عربي هېوادونه په دې برخه کې له یو بل سره سیالي کوي. سعودي چې د مسلمانانو قبله او دوه سپېڅلي جوماتونه، مسجد الحرام او نبوي جومات پکې پراته دي، هم د لوړو او دنګو ودانیو جوړولو ته مخه کړې ده، او د نړۍ درېیمه لوړه ودانۍ چې د مکې شاهي ساعت ټاور Makkah Royal Clock Tower نومېږي، په مکه مکرمه کې جوړه شوې ده.

د ابراج البیت، د سعودي د شاهي هېواد په سپېڅلې مکه کې د اووه ګونو برجونو او دنګو ودانیو ټولګه ده، چې د دغو ودانیو تر ټولو لوړې هغې باندې یې غټ ساعت هم لګېدلی دی، د دغه ساعت قطر ۴۳ مټره دی او د نړۍ تر ټولو ستر ساعت ګڼل کېږي، او د مکې مکرمې له ډېرو لرې ځایونو په سترګو ښکاري، دغه ساعت د نړۍ د پېژندل شوي ساعت (بیګ بن) څخه چې په لندن کې واقع ده شپږ ځلې ستر دی.
د دغه ساعت د ښکلا لپاره ۲۱۰۰۰ سپین او شنه برېښنايي څراغونه هم د ساعت له پاسه لګول شوي دي چې له کابو ۳۰ کیلومټرۍ څخه هم ښکاري. یاد ساعت جرمني او سویسي انجنیرانو په ګډه طراحي کړی دی او د سعودي د اوقافو د وزارت په وینا، د دغه ساعت د جوړونې په پروژې ۸۰۰ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی. د ساعت معیاري وخت د سعودي پر وخت (۳+ GMT) عیار شوی دی.

د مکې سلطنتي ساعت دنګه ودانۍ ۶۰۱ متره لوړوالی لري، له همدې کبله یې د نړۍ د لوړو ودانیو په نوم لړ کې ځانته دریم ځای غوره کړی دی. دغه برج ۱۲۰ پوړه لري. د یادې ودانۍ د جوړولو وړاندیز په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې و شو خو عملي کار یې په ۲۰۰۴ زېږدیز کې پیل شو او د جوړونې چارې یې په ۲۰۱۱ زېږدیز کال بشپړې شوې او په همدې کال ګټې اخیستنې ته و سپارل شو.

ابراج البیت یا د مکې سلطنتي ساعت دنګه ودانۍ د مسجد الحرام په څنګ کې جوړه شوې ده او د سعودي عربستان یو لوی سوداګريز مرکز دی. په ابراج البیت کې د خرڅلاوې لوی مرکزونه، او د غونډو لپاره لوی تالارونه شته، د دې ترڅنګ په یادې ودانۍ کې ډېر لوی او پرمختللي هوټلونه هم شته چې حاجیان په کې اوسېږي، د دغې ودانۍ په هوټلونو کې ۱۰۰۰۰۰ تنه ځایېږي. د دې تر څنګ د ابراج البیت یو ستر جومات هم لري چې په يوه وخت کې ۳۵۰۰ کسان پکې لمونځ کولای شي، د دې ترڅنګ دغه ودانۍ د موټرونو لپاره یو لوی پارکینګ چې ۱۵۰۰ موټرونه په کې ځایېږي لري.

د دغې ودانۍ په وروستني پوړ کې د عبادت لپاره ځانګړي ګوښي ځایونه هم جوړ شوي دي، د دغې لوړې ودانۍ ځانګړی عبادتځای د نړۍ له ټولو عبادتځایونو څخه چې په لوړو ودانیو کې جوړې شوي دي ډېر ارزښت لري، په ځانګړي ډول د روژې په میاشت کې چې عبادت کوونکي يوه ارام چاپیریال او هوسا ځای ته اړتیا لري، د دغه ځای ارزښت څو برابر ډېرېږي. د ابراج البیت په اسمانڅکه ودانۍ کې د اداري چارو مرکزونه او همدارنګه د سوداګريزو کړنو مرکزونه هم شته.

دا چې په ابراج البیت ډېرې ښيګڼې او حیرانونکې ځانګړنې لري نو له همدې کبله په دغې ودانۍ کې د شته رسټورانټونو او پلورنځیو کې د خوړو، خدمتونو او نورو اړتیا وړ توکو بیې ډېرې لوړې دي او تر ډېره یوازې شتمن خلک کولای شي په دغې ودانۍ کې و اوسېږي.
د دغې اسمانڅکې ودانۍ له وروستني پوړ څخه کولای شئ مکه په یوې متفاوتې او ځانګړې بڼې ووینئ.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي