مارچ 7, 2021

د بریا څو لاملونه چې یوازې موږ پورې تړاو لري

Advertisements

ایا داسي فکر کوئ چې خپل په ژوند کې به بریالي یاست، یا هم خپل له ژوند څخه مو ګټه نه ده اخستې؟
ښایې خپل ځان به ډېر کمزوري او مات شوي احساسوی او یا هم ډېر بریالي به یاست خپل ژوند کې.
ځیني وخت به ډېر ښه احساس لرئ خو ځیني وخت به ډېر بد حتا د خبرو حوصله به هم نه لرئ، خو په دې پوه شئ چې په همدې بد وختونو کې هم کولای شئ چې ښه احساس او ښه فکر ځان کې پیدا کړئ.
دا موږ پوري اړه لري چې څنګه د هري ستونزي سره مخامخ شو، کولای شو چې منفي فکرونه مو لمنځه یوسو او مثبت فکر وکړو، همداسي ځیني لاملونه دي چې تاسو کولای شئ خپل ژوند کې بریالي شئ.
۱:یوځای ووسئ، کله چې متعهده او یوځای اوسئ نو مسولیتونه هم په ځان منئ، دا لامل ستاسو د بریا لپاره ډېره اغېزه لري. نو که غواړئ چې ژوند مو ښه شي او بریالۍ شئ دا کار وکړئ.
۲:خپل وړتیاوو ته باید پاملرنه وکړئ، دا چې موږ چېرته ژوند کوو، څومره عمر لرو، زموږ موخه څه ده؟ موږ ټوله چمتو یو چې بریا تجربه کړو.
څه فکر کوی چې یوازي پیسې مهمي دي، که زموږ خپلي موخې هم، او یا هم څه چې غواړو نو باید خپلي موخي ځانګړي کړو او موخه وټاکو تر څو یې خپل ژوند کې عملي کړو همدا موخه زموږ شخصیت جوړوي، او دا ټوله زموږ احساساتو پوري اړه لري چې لومړي باید خپل احساسات وپېژنو او خپل له ژونده د هماغه موخي له کبله خوند واخلو.
۳: موخي ته رسېدو لپاره مه ناهیلي کېږئ، هر څومره چې ناکامه شئ همدومره بیا هڅه وکړئ تر څو بریا ته ځان ورسوئ، هغه بریا ډېر خوند لري چې تاسو یې پر خپل مټ لاسته راوړئ، یعنې د بل چا په تمه مه اوسئ، د چانس او دبل چا په تمه مه پاته کېږئ.
۴: خپل موخي ټکي په ټکي ولیکئ، او بیا وګورئ چې څنګه خپلې موخي ته رسېدلای شئ. خپل د لنډ وخت موخي او خپل اوږد مهالي موخي لپاره وخت وټاکئ، مثلا: سږ کال غواړم 40 کتابونه ولولم ، همداسي نور کارونه. که خپل ځان سره هوډ وکړئ او دا کار وکړئ نو حتمن خپلي موخي ته رسېږئ.
۵:خپل وخت په نظر کې ونیسئ، په بې ځایه کارونو وخت مه تېروئ هر څه ته مهال وېش چمتو کړئ تفریح وخت ځانته د مطالعې وخت جلا هر څه معلوم کړئ.
۶:په یوازي توګه هر څه کول بسنه نه کوي خو مګر اړینه ده چې کله یو څه خودخوا و اوسئ. اړینه نه ده چې هر څوک درته ووایې چې زما دا کار وکړه بیا تاسو هم هغه وکړئ لومړۍ ځان دی بیا جهان – لومړۍ باید خپل کارونه او مسولیتونه ترسره کړو بیا نورو ته وخت ورکړو.
۷: خپل پلانونه د امکان تر حده مه لغوه کوئ، یعنې کله چې په ورځ کې خپل ځانته پلان جوړوئ هغه باید په هماغه ورځ عملي کړئ بلي ورځي ته یې مه پرېږدئ.
او کولای شئ خپل د ژوند موخو لپاره نورو سره هم مشوره وکړئ.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ