Advertisements
بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

په سختو شېبو کې د آرامتیا نهه زرینې کیلي ګانې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ تل په خپل ځان باندې باور وکړئ

ـــ کله وخت بده نه ده، چې د دې مسئلې په اړه فکر وکړئ، چې باید په خپل ځان باندې باور ولرئ، دا فکر ستاسو روحیه ښه کوي او تاسو ته آرامتیا دربښي.

ـــ له دې مسئلې څخه تل د سهار له مخې ځان ته یادونه وکړئ.

ـــ د دې لپاره، چې باور یوازینی څیز دی، چې له تاسو سره مرسته کوي.

ـــ له هغه ټول باور سره، چې په خپل ځان باندې یې لرئ، خپلې ټولې هڅې او کوښښونه وکړئ او وروسته د راتلونکې په لور، په ځان باندې په بشپړ باور سره، یو ګام وړاندې واخلئ. ژوند تاسو نه خوشې کوي.

ـــ په هغه صورت کې، چې مینه، پشتکار او ډېره هڅه له یو بل سره مله شي، ډېر کم به داسې پېښ شي، چې یو څوک د ژوند په تګلوري کې یوازې پرېږدي. په خپلو وړتیاوو باندې باور ولرئ، که سم تګلوری مو ټاکلی وي، که تل خپلې لېوالتیا ته د عمل جامه ور واغوندئ، نو په پایله کې به خپلې موخې ته ورسېږئ.

ـــ په بل عبارت دا چې په خپل ځان باندې باور ولرئ، نو دا زده کوئ، چې څنګه خپلې ستونزې حل کړئ او د ودې تګلوري ته ورننوځئ.

۲ ـــ په هغو څیزونو باندې، چې زده کړي مو دي، تمرکز وکړئ

ـــ تېروتنې او شاته تګ کولای شي، د ژوند د درسونو تمرین کول وي.

ـــ که د ژوند تګلوری آسانه او بې خطره وي، نو په ناسم تګلوري باندې د تګ احتمال زیاتېږي.

ـــ د تګلوري ستونزې، هر هغه څه ته مو چې اړتیا وي، تاسو ته یې درکوي. کله وخت سمې لارې ته د رسېدو لپاره، باید له سخت او ستونزمن تګلوري څخه تېر شئ. کله وخت اړینه وي، چې له حرکت کولو مخکې، د موټر یو یا دوه ټایرونه بدل کړئ.

ـــ ټاکل شوې نه ده، چې ستاسو سفر دې آسانه وي، باید داسې وي، چې ارزښت یې ولري. له ستونزو سره نه مخامخ کېدل، مساوي کېږي په خپل ځای باندې پاتې کېدل او نه وده کول. هېڅ بې ستونزو او هوار تګلوری شتون نه لري، چې ډېر زیات ارزښت ولري.

۳ ـــ د خپلو تمو کچه را ټیټه کړئ

ـــ ژوند هېڅ داسې ژمنه نه لري، هر هغه څه چې تاسو غواړئ، نو در یې کړي او ډېر کم داسې پېښېږي، چې خپلو غوښتنو ته په هغه بڼه ورسېږئ، کوم چې هیله مو یې لرله.

ـــ سپین زر د سرو د ترلاسه کولو لپاره له لاسه مه ورکوئ. باید څیزونه په هغه ډول چې دي، وې منئ، نه دا چې په خپلو هیلو او غوښتنو باندې ټینګار وکړئ.

ـــ دا چې لاسته راوړنې مو، هیلو سره ورته نه دي، په دې مانا نه ده، چې هغه څه ته به هېڅکله ونه رسېږئ، چې غوښتنه یې لرئ.

۴ ـــ خپله غېږ د هغه چا په لور خلاصه کړئ، چې پرې باور لرئ

ـــ تاسو یوازې نه یاست؛ اجازه ورکړئ، چې د سختیو پرمهال داسې یو څوک وي، چې درسره مرسته وکړي، تاسو پوهېږئ، چې دا شخص څوک دی.

ـــ نباید تمه ولرئ، چې دا فرد ستاسو ستونزې حل کړي، یوازې اجازه ورکړئ، چې د ستونزو د رامنځته کېدو پرمهال ستاسو ترڅنګ وي؛ دا اجازه ورکړئ، چې ستاسو ترڅنګ ودرېږي.

ـــ نباید تاسو له تیارو څخه را بهر کړي، یوازې دومره، چې تاسو ته لږ روښنایي در په برخه کړي، ترڅو سم تګلوری پیدا کړئ. پردې مسایلو سر بېره، مهمه دا ده، چې تل ځان ته له یوازې اوسېدو څخه یادونه ونه کړئ. اصلاً مهمه نه ده، په کوم وضعیت کې چې مېشت شوي یاست، څومره پېچلی او عجیب و غریب شوی دی، ستاسو په ژوند کې داسې څوک شته، چې په هماغه وضعیت کې مېشتېږي او غواړي تاسو ته لارښوونه وکړي.

ـــ کله چې خپل ځان ته وایئ: « زه یوازې یم » دا هغه وخت دی، چې ستاسو د نه خوندیتوب احساس هڅه کوي، چې په تاسو باندې دا دروغ ومني.

۵ ـــ له هیلې څخه د مثبتو فعالیتونو لپاره ګټه واخلئ

ـــ یوازې په تیاره کې کولای شئ، چې ستوري ووینئ. ستوري ستاسو هماغه هیلې دي، د هغو په لټه کې واوسئ.

ـــ تر ټولو لږ کار چې کولای شئ ترسره یې کړئ، دا دی، پام مو وي، چې د څه شي په لټه کې یاست او تر ټولو ډېر کار چې کولای شئ ترسره یې کړئ، دا دی، چې په هماغه اندازه، د کوم څه هیله کوئ، نو د ترلاسه کولو په لاره کې یې هڅه هم وکړئ.

ـــ دا چې نه ترلاسه کېدونکې هیله ولرئ، ډېر ویاړ نه لري، بلکې هغې ته رسېدل ویاړ دی.

نور نو کوم څه ته رسېدل د دې سبب ګرځي، چې خپلو غوښتنو ته ورسېږئ، یوازې هیله من اوسېدل، تاسو له ناهیلۍ څخه نه ګرځوي.

ـــ هیله من اوسېدل د دې سبب ګرځي، چې د موخې په لور وخوځېږئ او هڅه وکړئ هغه لاره، چې په هیلې سره جوړه شوې ده، له هغې لارې څخه ډېره په زړه پورې ده، چې  بنسټ یې په ناهیلۍ سره ایښودل شوی وي؛ حتا که دواړه لارې تاسو یوې موخې ته بیایي.

ـــ خو دا تګلوری، چې په هیله مندۍ سره وهل کېږي، وروستۍ موخې ته په رسېدو کې به ستاسو د ودې سبب شي. دا ټول مسایل په ژوند کې توازن لرلو ته ورګرځي، هڅه وکړئ، چې واقعیتونه خپلو اړتیاوو ته په نه پام سره، ومنئ، ترڅو خپلې وروستۍ موخې ته ورسېږئ.

۶ ـــ د تېښتې پرځای، یو ګام مخته پورته کړئ

ـــ کله چې د کوم څه په اړه خپل ذهن متمرکز کوئ، په حقیقت کې نور د هغه په اړه فکر نه کوئ، همدا فلسفه، له تېرو منفي افکارو څخه د خپل ذهن د آزادولو لپاره صدق کوي.

ـــ له ناسمو څیزونو څخه د لرېوالي لپاره، ډېره هڅه کول، د دې سبب ګرځي، چې تاسو له بریده زیات د هغو څیزونو په اړه فکر وکړئ، دا د دې سبب ګرځي، چې له هغو څخه  رامنځته کېدونکې ټولې ستونزې احساس کړئ، خو که خپله انرژي، خپلو غوښتنو ته په رسېدو باندې متمرکزه کړئ، نو په ناخبره توګه به له هغو څیزونو څخه لرې شئ، کوم چې نه یې غواړئ.

په بل عبارت: د منفي ټکو په لرې کولو باندې د متمرکز کېدو پرځای، د مثبتو ټکو په رامنځته کولو باندې تمرکز وکړئ، چې دا د دې سبب ګرځي، منفي افکار خپل ځای مثبتو افکارو ته خوشې کړي.

۷ ـــ خپل ځان ته له لرې وګورئ

ـــ هر څه له لرې څخه توپیري تر سترګو کېږي، کله وخت اړتیا لرئ، چې خپل ځان ته له لرې څخه وګورئ، ترڅو هر څه په غوره توګه ووینئ.

ـــ تاسو له هغه څخه ښه او ډېر یاست، چې کوم څه وغواړي، تاسو له ستونزو سره مخامخ کړي.

ـــ ستاسو ځینې واقعیتونه، ستاسو له اندېښنو، خپګان، شکونو، ستونزو او ناکامیو څخه مو ډېر لوړ دي، په هره شېبه کې چې کوم څه تجربه کوئ، نو هڅه وکړئ، چې ځان ته له لرې څخه وګورئ. په اوس کې ژوند وکړئ.

ـــ ستاسو ذهن له ستونزو سره مخامخ کېږي، خو تاسو له ستونزو سره نه مخامخ کېږئ، همدا اوس د هغې ستونزې په اړه فکر وکړئ، چې ورسره مخامخ وئ. فکر وکړئ، چې له دې ستونزې سره مو یو صمیمي دوست مخامخ دی، تاسو هغه ته څه نصیحت کول غواړئ؟ که کولای مو شول، چې شاته وګرځئ او له هغې ستونزې سره هم نه وای مخامخ شوي، نو کوم توپیري کار مو ترسره کاوه؟ د هغو نصیحتونو په اړه فکر وکړئ، چې ښایي خپلو دوستانو ته مو کول. آیا تاسو اوس له خپلو غوره نصیحتونو څخه پیروي کوئ؟

هڅه مه کوئ، چې اوسنۍ ستونزې مو افکار خړ پړ کړي. له لږ لرې څخه ځان ته وګورئ او خپل ځان ته څو غوره نصیحتونه وکړئ یا دغه راز خپل ځان ته څو ښه وړاندیزونه وکړئ.

۸ ـــ خپل ځان ته وخت ورکړئ

ـــ هر څومره، چې اړینه وي، خپل ځان ته وخت ورکړئ.

ـــ عاطفي درملنه، د خپل تګلوري وهلو ته اړتیا لري، په هغه تګلوري کې بیړه مه کوئ او نورو ته هم د دې کار اجازه مه ورکوئ.

ـــ له دې یو ورځنیو ستونزو څخه تېرېدل وخت نه نیسي، بلکې له هغو کوچنیو ګامونو څخه تشکیل شوی دی، چې تاسو په دې باندې توانوي، ترڅو له هغو پلونو څخه، چې تر شا مو خراب کړي دي، خپل ځان خوشې کړئ.

ـــ نن چې هره ساه ایستل کېږي، ستاسو لپاره یو ګام دی، اجازه مه ورکوئ، چې پرونۍ ستونزې مو نن در خرابه کړي.

ـــ یوازې د دې لپاره، چې پرون مو غم لړلې وه، د دې دلیل نه شي کېدای، چې ټاکل شوې ده، نن مو هم غم لړلې تېره شي.

ـــ زموږ ټپونه تر ډېره، موږ ته زموږ د ژوند غوره او ښکلو شېبو په لور لارښوونه کوي.

ـــ نن دا وخت لرئ، چې خپلې دا دنننۍ برخې بررسي کړئ. خپل ځان ته کافي وخت ورکړئ او خپل ځان ته دا اجازه ورکړئ، چې ښه شئ.

۹ ـــ هر پای د بلې شروع پیل دی

ـــ یوه ورځ یوه کس وویل: هر نوی پیل، د نورو پیلونو په پای کې پیلېږي.

نن یو نوی پیل دی، له هغه سره داسې چلند وکړه: د دې په اړه له فکر کولو څخه لاس واخله، چې څه به پېښ شي او په دې اړه فکر وکړه، چې څنګه کولای شو، وشي.

ـــ له ځانه سره ووایئ: ګرانه تېره! له هغو درسونو څخه، چې ماته دې راکړل، درنه ډېره زیاته مننه کوم.

ـــ ګرانې راتلونکې! زه د هر څه لپاره چمتو یم، د دې لپاره، چې یو سم او فوق العاده پیل، په هغه وخت کې رامنځته کېږي، چې تاسو فکر کوئ، هرڅه پای ته رسېدلي دي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل