بریا او پرمختګ ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

ستونزو ته ځواب؛ هغه څه چې موږ پورته او بریالي کولی شي

لیکنه: ياران

لیکنه: حنیفه مومند

دا هغه جمله ده چې نن ورځ یې ډېری وګړي او په تېره بیا ځوانان ډېره کاروي او وايي چې زړه مې نری دی د نرمې خبرې زور هم نه لرم. د ستونزو کړۍ را څخه تاو ده او ژوند مې ورځ تر بلې تنګ او ترېخېږي.

راځئ د دې جملې پر ځای داسې ووایو، چې زه پیاوړی یم، د ژوند کړاوونه، ناخوالې او د تمې خلاف پېښې ما نشي کمزوری کولی. او د دې څپو څخه وتل په ژړا نه، بلکې په تدبیر سره کېږي. دا جملې لږ تر لږه د ورځې باید لس دولس ځله تکرار شي، خو یوازې په دې جملو څه نه کېږي. هره ورځ د روحیې د پیاوړتیا لپاره یو ګام مخ په وړاندې باید واخلئ. د ځان هغه منفي ټکي یاداښت کړئ، چې تاسو ته د ضعف احساس درکوي او لکه د تورې تیارې په څېر یې ستاسې ذهن احاطه کړی، لکه نشم کولی، دا کار زما په وس پوره نه دی، په یوازې توګه یې څنګه ترسره کړم؟ کېدای شي پاتې راشم او داسې نور ټکي چې ستاسو د ګوښه والي لامل ګرځي. هر انسان ته پاک خدای د چارو د تر سره کولو وړتیا بښې، خو دا چې څنګه ترې ګټه واخیستل شي، په ده پورې اړه لري. رحمان بابا وايي:

دربښلی خدای د هرې چارې توان دی

په ډېر توان کې خپل ځان بولې نا توان ولې

نو څه وکړو؟

شخصي نظم ته مو پوره پاملرنه وکړئ. د اوږد مهاله مهالوېش او موخو تر څنګ، باید هر سهار له یوه خاص پلان سره خپله پیل کړئ. له ډسپلین او پلان سره او هغه څه چې تاسې په پلان کې ترتیب کړي، اړ یئ تر سره یې کړئ، چې دا پخپله تاسې سره مرسته کوي له نازکتوب او خامۍ بیرون او د سخت او کلک ژوندکولو لپاره لا چمتو شئ.

که چېرې اووه ورځې په پرلپسې ډول خپل ذهنیت په خپل واک کې وساتئ، نو کولی شئ چې دا ډول منفي سوچونه له خپل ذهن څخه لرې کړئ او د یوه نورمال شخص په توګه خپل ژوند ته په عادي، حتا د یوه لوړ او باتدبیره کس په توګه دوام ورکړئ.

د خپل ځان لپاره ژوند وکړئ، نه د بل لپاره، همدا تاسې یاست چې خپل ژوند ته خوښۍ او پرمختګ راوړلی شئ، نو سر له همدا اوسه لاس په کار شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ