بریا او پرمختګ

په روان کال کې د بریالي کیدو لپاره ۷ وړاندیز شوې لارې

لیکنه: ياران

لیکنه: واحد امیري

ایا تراوسه مو په دې اړه فکر کړی، چې نوی کال په بریالیتوب سره پیل کړئ؟ مونږ غواړو په دغه مطلب کې هغه ۷ اسانه لارې دروښایو چې په عملي کولو سره به د ژوند په ډېری کارونو کې بریالي واست.

۱- په خپل ځان باور ولرئ.

هغه کسان چې په ځان باور ونلري، د ټولو لوبو بایلونکي دي او نه شي چې کولی بریالیتوب ته ورسیږي.

۲- مثبت فکر ولرئ.

خپله ورځ مو په مثبت فکر پیل کړئ، چې د ورځې ټول کارونه په پوره شوق تر سره کړئ.

۳- په خپل قوي نقاطو فکر وکړئ

ددې په ځای چې هره ورځ په خپلو کمزورو ټکو او نه لرونکو شیانو باندې فکر وکړئ؛ ښه به دا وي چې په خپل قوي نقاطو او په لاس لرونکو شیانو فکر وکړئ.

۴- خپل ځان لپاره باور لاسته رواړئ.

کله چې سهار له خوبه پاڅېږئ، دا باید په نظر کې ونیسئ، چې د هر کس په ذهن کې به د خپل ځان په اړه مثبت فکر جور کړئ، چې باور مو د خلکو په منځ کې زیات شي.

۵- بې کاره مه کېنئ

کار وکړئ! حتی که تاسو په رخصتۍ کې هم واست، کم وختونه هم کار لپاره ځانګړي کړئ.

۶- چارو لپاره مو مهالوېش جوړ کړئ

یوه ورځ له پلان پرته تېرول، د یوې ورځ ضایع کول دي.

۷ـ ورزش وکړئ

د ورځې نیم ساعت ورزش لپاره ځانګړی کړئ.

دغه اسانې لارې دي چې په مراعتولو او کولو سره یې کولی شئ، په خپل ژوند کې مثبت بدلون راولئ، ژوند کې خوښ و اوسئ او ور څخه راضي شئ.

په دې هیله چې په نوي کال کې د ژوند ښې ورځې ولرئ، نوي کال ته کابو دوه نیمې میاشتې وخت پاتې دی او سره له اوسه ۲۰۲۰ م کال ته چمتو والی او کارونو ته مو پلانونه جوړکړئ او بیا یې عملي کړئ، چې د ژوند په خوند پوه شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران