ځوانانو ته؛ څنګه مو هڅې ګټورې او مثبتې پایلې ولري؟ دلته یې ولولئ

لیکنه؛ عصمت الله صالح
ځوانان د ټولنې هغه برخه ده چې د هر چا (ښځینه او نارینه) سترګې ور اوړي او ډېرې هیلې ترې کېږي، ځکه دغه طبقه د ژوند په هغو شېبو کې قرار لري چې د ټولنیز سمون په خاطر د ډېر کارکولو انرژي لري، یانې ذهن یې دېته چمتو وي چې په لږ وخت کې د ډېرو سالمو فعالیتونو طرحې جوړې کړي، او د دغو طرحو د پلې‌کولو لپاره مناسب جسمي ځواک هم لري.
خو دا چې څنګه حقیقي ځوانان وبلل شي، مانا هره هڅه یې ګټوره پایله ولري، نو ښه ده چې لاندې کرښې ولولي او په ورځنیو چارو کې مازې یو ځل عملي کړي:

  • هر ځوان باید عقیدوي مقدساتو ته بشپړ درناوی ولري، دا احترام په دې مانا چې هر حرکت د خپل دین په چوکاټ کې ترسره کړي. که مطالعه یا مشاهده وکړو، وبه وینو چې د نړۍ د خورا ډېرو ټولنو د پرمختګ یو راز په دې کې دی چې دوی خپلو عقیدوي مسایلو ته په احترام قایل دي.
  • هر ځوان باید د ورځې له ۷۰ تر ۱۰۰ پاڼو مطالعه کړي؛ البته هغه لوستل که په هره برخه کې وي، یانې که علمي تیورۍ لولي، سیاسي مقالې، هنري لیکنې، فلسفي مطالب مطالعه کوي. مطلب هر متن چې وي، خو چې د مطالعې ذوق پیدا او خړوب شي. مطالعه خورا ډېرې ګټې لري، خو یوه لویه ګټه یې دا هم ده چې بېلابېلې ټولنې سره نږدې کوي او د لوستونکي په ذهن کې د انسان‌پېژندنې ځواک پياوړی کېږي.
  • هر ځوان باید پرله‌پسې لیکل وکړي. لیکوالي د هغو مفکورو او اندونو څرګندول دي، چې که په ذهن کې پاتې شي، ښايي د عاطفې په ګډون د انسان ډېر دروني (دننني) خوځښتونه زیانمن کړي. مثلاً که یوه مشاهده‌شوې ناوړه پېښه څو شېبې وروسته ونه لیکل شي او خپره نشي، ممکن د وخت په تېرېدو د لیدونکي لاشعور ته ښکته شي او په راتلونکي کې ورته بېلابېلې رواني ستونزې ور پېښې کړې.
  • هر ځوان باید سپورت وکړي، خو دا فعالیت باید هره ورځ د یوه مهم کار غوندې ترسره کړي. سپورت نه یوازې انسان جسماً روغ ساتي، بلکې د ډېرو طبي څېړنو پر اساس د ذهن د پراخوالي او د ښه فعالیت او تمرکز کولو غټ لامل هم کېږي. هېره دې نه وي چې په ورځ کې یو ساعت سپورت د ټولې ورځې خوښي راکوي.
  • ځوانان باید په خپلو منځونو کې سالمې اړیکې وساتي. مثلاً راشه درشه ولري، یو او بل درک کړي، په خوښیو کې ورسره خوښ او په غم کې ورسره اوښکې تویې کړي. ځکه په دې نړۍ کې انسانان یو د بل بشپړوونکي دي. پکار ده چې هر ټولنیز فعالیت په ګډه بریالی ترسره کړي.
  • او ځوانانو ته به د نننۍ برخې په وروستۍ نقطه کې یوه بله یادونه هم وکړم، چې هغه مینه ده. پوهېږو چې هر ځوان د یوې ښځینه ملګرې تقاضا لري، خو کله ناکله داسې هم پېښږي چې په راتلونکي کې د دې اړیکې له امله په بېلابېلو ستونزو کې ښکېلږي. ګورئ ځوانانو د مینې په نامه دا اړیکه په دوه ډوله ده. یوه د ځوان او نجلۍ د ملګرتیا اړیکه ده، یانې یو ځوان غواړي چې له یوې نجلۍ سره داسې مینه وکړي چې هدف یې د ګډژوند جوړول (واده) نه وي، خو بېلتون یې تر مرګه نشي زغملی. بله هغه مینه ده چې غواړي په راتلونکي کې ورسره واده وکړي. اوس به نو تاسو په کومه ډله کې یاستئ؟ او باید له کوم ډول مینې ځانونه وژغورئ؟

دا چې تلوسه مو پیدا شي، نو ښه ده چې په دې اړه پوره تفصیل د دغې لړۍ په دویمه برخه کې وړاندې کړو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري. نوین‌الحق ... نور ولولئ