د کامیابۍ په اړه د نړۍ د نوموتو څېرو او پوهانو لنډې ويناوې

ژباړه: محمد عزيز پردېس
که څوک طبيعي استعداد هم ولري، نو بيا هم بايد د برياليتوب لپاره تمرين وکړي او چمتووالی ورته ولري. جان ماکسول
خپل برياليتوب مو د نورو د بریاليتوب سره پرتله کړئ، ترڅو هغوی تاسو مخ پر وړاندې وځغلوي او ستاسو د لاپرمختګ او برياليتوب سبب شي. جوزف مک کلنډون
برياليتوب د هغو کسانو په برخه نه دی چې هېڅکلخه د ناکامۍ سره مخ شوي نه وي، بلکې د هغو کسانو په برخه دی چې تل د مبارزې په لاره کې ډار او وېره نلري. هانری کپ
مينه، فکر، او مطالعه هغه څه دي چې تاسو د برياليتوب په لور هڅوي. وس رابرټز
تل په خپل ځان اعتماد ولرئ، که يو ځل مو په برياليتوب سره کار ترسره کړی وي، نو بيا هم کولی شئ. انتوني رابېنز
د نورو برياليتوب څخه هم هغومره خوشحاله شئ چې څرنګه د خپل برياليتوب لپاره خوشحالېږې. کریسټین لارسون
دا په ياد ولره چې برياليتوب له هر څه څخه ډېر ارادې او تصميم ته اړتيا لري. ابراهام لینکلن
که هر هغه ټيم ته يوه کتنه وکړئ چې لويې لاسته راوړنې يې لرلي، نو متوجه به شئ چې غښتلی مشر لري. جان ماکسول




وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ