بریا او پرمختګ

ولې ځیني خلک ډېر بريالي وي؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

بريالیتوب او کاميابي هغه څه دي چي په ژوند کې هر انسان هیله لري. خو آیا تر اوسه مو پر دغه موضوع فکر کړی دئ چي ولي ځیني کسان هر څوندي چي هم کوښښ کوي څو خپل هدف او هغه څه ته چي په خپلو ذهنو کې تصور کړي دي نه رسېږي، خو په مقابل کې ځیني داسي کسان هم سته چي په هره برخه کي چي فعالیت کوي بریالیتوب ته رسېږي. د دغو کسانو شمېر د نابریالیو هغو په نسبت ډېر کم دئ خو ولي؟ موږ درته په دغه لیکنه کي د دغو کسانو پر بريالیتوبونو او د بريالیتوب پر رازونو درته ږغېږو او مطمئن اوسئ که عمل په وکړئ بريالي به سئ.

د پلان له مخي ژوند وکړئ

د خپل ژوند له پاره يوه نقشه او یو پلان ولرئ. خپل اهداف په جزئیاتو سره ولیکئ، خو اهداف مو واقعي او د توان تر بريده په نظر کي ونیسئ. کله چي مو کوم پلان ونیوی بیا نو هغه ته ژمن اوسئ او اجراء ئې کړئ. کوم کسان چي ناکام دي، هغوی د خپل ژوند پلانونه او اهداف پر نیمه لاره پرېږدي او همدارنګه د ثبات او عزم نه لرل د دوئ د ماتي سبب کېږي.

کوچني ګامونه وآخلئ

د خپل هدف له پاره – که لوی وي يا کوچنی- اقدام وکړئ، حتی که ډېر جزئي وي. په دغه کار سره مو دغه باور رامنځ ته کړی دئ چي یو مهم کار مو را شروع کړی دئ او مصمم کېږئ چي مزل ته ادامه ورکړئ. د مثال په توګه که ستاسي هدف دا وي چي په يوه کال کي ډېره سپما ولرئ له همدغه شېبې څخه په یوه غولک کي د سپما په توګه یوه اندازه پیسې واچوئ.

ډېر ژر تغیر مه کوئ

د بریالیتوب له رازونو څخه یو هم د ژوند په سبک کي د مناسبو تغیراتو رامنځ ته کول دي، خو د دغو تغیراتو ایجاد هم په خپل وار سره ځینو خاصو تکنیکونو ته اړتيا لري. مثلاً د خپلو څو ناسمو او نامناسبو عادتونو او رفتارونو د لېري کولو له پاره باید مشخص او ټاکلی وخت مدنظر ونیسئ او په یوه شېبه کي د کاملاً تغیرېدو هيلي له ځانه څخه مه لرئ. که له ځانو څخه غیر واقعي هیلي ولرئ په تدریج سره د تغییراتو له انجامه خسته او بې میله کېږئ او باید له بریالیتوب سره خدای پاماني وکړئ.

مرسته وغواړئ

فرض کړئ تاسي د لاري دقیقه او مشخصه نقشه چمتو کړې ده او کوچني ګامونه مو هم اخیستي دي. عزم مو هم کړی دئ چي په خپلو هڅو او کوښښونو سره خپل مشخص هدف ته ورسېږئ، خو تاسي ته باید ووایو چي په یوازیتوب سره نه سئ کولای چي مطلوبي پایلي ته ورسېږئ او د دغه کار له پاره د نورو مرستي او کومک ته اړتیا لرئ، خو د مرستي او کومک طلب هم په خپل ځان پسي خاص روش او ځانګړي طریقې لري. له داسي یوه/ې چا څخه کومک وآخلئ چي د واقع بین اوسېدو پر څنګ تاسي ته روحیه درکړي او تاسي ته ګټوري لارښوونه وکړي. له داسي کسانو څخه لېري اوسئ چي د هر شي په وړاندي بدبین دي او د یوه هدف د تعقیبولو له پاره لازم جرات او جسارت نه لري. د نورو تجربې اورېدل او د هغوی غلطۍ او اشتباهات نه تکرارول کولای سي چي په اوږدمهال کي چي تاسي بې ساري بریالیتوب ته ورسوي.

شکایت او ګیلي مانې مه کوئ

هیڅ بریالی انسان ګیله او شکایت کوونکی نه وي. ځکه بریالي کسان باور لري ددې پر ځای چي له خپلو اوسنیو شرایطو څخه ناخوښي وښيي او له حالاتو شکایت وکړي باید هڅه وکړي او له اوسنیو حالاتو څخه د را وتلو له پاره موثر ګامونه وآخلي. که له خپل اوسني حالته خوښ او راضي نه یاست نو د دې چاره دا نه ده چي ګیلې و مانې وکړئ. په خپل ټول وجود سره یو وار تغیر وکړئ او د خپلو ښو عادتونو په ځای پر ځای کولو سره مو ژوند په زړه پوري کړئ. مې هېروئ چي هر انسان یوازي یو وار د ژوند کولو فرصت لري او ژوند همغه چانس دئ چي تاسي په پسې ياست. له خپل دغه لومړني او آخري چانسه سمه استفاده وکړئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي