بریا او پرمختګ

د کامیابو خلکو په اړه څو خبرې

اعلان

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

په عموم کي په هره ټولنه، خو په خاصه بیا زموږ په ټولنه کي د بریالیتوب په اړه بېخي ډېر غلط باورونه سته چي ډېری خلګ، هغوی د ساده ګۍ له مخي په سهی خبرو سره مني. دا په داسي حال کي دي چي واقعي نېکمرغه کسان پوهېږي چي باید په ژوند کي له دغو غلطو تصوراتو او افواهاتو څخه پرهېز وکړي. ددې له پاره چي د دغو کسانو په رقم مخ ته ولاړ سئ، باید دغه ۱۵ ټکي په دقت سره ولولئ. پر دغو ټکیو پوهېدل سبب کېږي چي له ذهني پلوه پیاوړي سئ او ژر باور ونه کړئ.

۱ـ بریالي خلګ پر ډېري لويي غلطۍ باندي باور نه لري: پیاوړي ذهن لرونکي خلګ باور نه کوي چي لويي غلطۍ د دوئ پر کوښښونو باندي د بطلان خط راکشوي. هره تجربه، په خاصه بیا بدي تجربې، یو درس دئ چي کولای سئ له هغې څخه عبرت واخلئ. که مو په ژوند کي داسي کارونه کړي وي چي هغوی مو کوچني غلطۍ ګڼلي وي، تر دې وروسته اړتیا لرئ چي مسایلو ته ژور نظر وکړئ. تېز ذهنو کسانو دغه نقطه فهمولې او ګټه ورڅخه اخیستې ده. تاسي هم باید همدغه کار وکړئ.

۲ـ بريالي خلګ باور نه لري چي ماته به نه خوري: حتی ډېر بدترین شرایط هم تغیرېدلای سي. خو که تاسي له مناسب روشه استفاده وکئ. تېز ذهنه کسان باور نه لري چي تاسي باید شرایطو ته تسلیم سئ. ځکه باید تاسي هم همداسي اوسئ. تر کومه چي ستاسي اراده وي، تر هغو هیله او اُمید هم وي. نو حتی هغه وخت چي مشکلات مو هر څومره پر سر کوټه وي، بیا هم له خپل هدفه پر شا مه راځئ.

۳ـ بريالي خلګ د ژوند پر بېهوده توب باور نه لري: که تېز ذهنو کسانو نه سوای کولای چي د نړۍ پر بېهوده توب او بې ګټي توب باندي باور ولري، هیڅکله به دغوندي تېز ذهنه او پرمختللي نه وای.

۴ـ بريالي خلګ باور نه لري چي کارونه دې همېشه د دوئ د خوښي سره سم پر مخ ولاړ سي: که تاسي یو بدبین کس یاست، باید د بدو پېښو نه رامنځ ته کېدل مو له خپل فکره وباسئ او که یو خوشبین کس ياست، باید دغه فکر ته چي بدي پېښي هیڅکله نه رامنځ ته کېږي – هیڅکله په دماغ کي ځای ورنکړئ. ځانونه همېشه دغه انکار نه منوونکي طبعي امر ته چمتو ولرئ چي ستاسي ځیني ورځي کېدلای سي بېخي ستاسي له تمي او توقع خلاف وي.

۵ـ بريالي خلګ هیڅکله هیلي او اُمید نه بایلي: تېز ذهنه کسان، باور نه لري چي نور ورباندي ټپه ټغره ده او بیا ورباندي روڼايي نه راځي. د راتلونکي له پاره هیلي او تمنیات تر ډېره ستاسي په اختیار کي دي. ځکه نو، پر خپلو وېرو او وهمونو باندي په غالبه کېدو سره له هغوی ځني تېر سئ.

۶ـ بريالي خلګ باور نه لري پر دې چي معجزه نسته: د منفي ګرا انسانانو برعکس، تېز ذهنه او باهوښه کسان پر دې باور نه لري چي معجزه یو غیر ممکن کار دئ. دا په دې معنا نه ده چي هغوی د ځانو له پاره د معجزې پر لرلو باندي په کوم خاص نقش او رول قایل دي، خو باورمند دي چي ډېري ستري پېښي کېدلای سي تاسي ته در پېښي سي، البته هغه وخت چي له خپل ذهنه مو منفي افکار لېري او د ور ننوتلو اجازه ورنکړئ.

۷ـ بريالي خلګ پر تکاملګرايۍ باندي باور نه لري: کمال یوه افسانه ده. د ژوندانه په کارونو کي مو کوښښ وکئ چي وسواسي ونه اوسئ او له ځینو جزيي مواردو څخه تېر سئ.

۸ـ بريالي خلګ د مناسبو شېبو د راتلو په تمه پر اوږده انتظار باور نه لري: مناسب وخت هغه وخت دئ چي تاسي کار پیل کړئ، نو ولي باید د کار کولو له پاره د مناسب وخت راتلو په تمه کښېنئ؟ سته فرصت غنیمت وګڼئ او په تمه مه کښېنئ.

۹ـ بريالي کسان باور نه لري چي ماضی د راتلونکي خنډ دئ: تېز ذهنه او باهوښه انسانان، پر هغو محدودیتونو باندي چي د راتلونکو بریالیتوبونو خنډ ګرځي – باور نه لري. پر هر شي باندي کولای سو چي د انرژۍ او وخت په کارولو سره ورباندي غلبه وکړو.

۱۰ـ بريالي خلګ باور نه لري چي په تنهايۍ کي به مړه سي: په عموم کي ټول انسانان او په خاصه بیا موږ د ټولني ډېری خلګ په دې باور دي، چي که په ژوند کي هر څومره دوستان، ملګري او انډیوالان ولرو خو بالاخره به یوازي مرو. تېز ذهنه او باهوښه کسان، په دې باور نه دي او باور لري پر هغو اړیکو چي په ژوند کې جوړي کړي دي – حتا که د مرګ پر مهال ئې هم جنازې ته را نه سي – همېشه به له دوئ سره اوسي. ځکه دوئ په ژوند کي داسي ژوند کړی وي، چي له مرګه وروسته ئې هم خلګ په ښو یادوي کټ مټ لکه ددې مقولې په شان: ته خو له ژړا سره پیدا سوې، خو داسي ومره چي نور ژاړي او ته خاندې.

۱۱ـ بريالي خلګ پر زور او اجبار باندي باور نه لري: تېز ذهنه او باهوښه کسان باور نه لري چي د اغېز ښندلو او نتیجې تر لاسه کولو له پاره دي همېشه له زوره استفاده وکړه سي. افسران کولای سي چي تر نظر لاندي ځانونه خورا ډېر تنبه کړي، خو له مثبت حس سره یوځای تشویق، هغه شی دئ چي جنګيالي په خورا ښو خلګو سره بدلوي.

۱۲ـ بريالي خلګ باور نه لري چي هر شی دي باید زده کړل سي: ځیني کېدای سي ووایي چي کوم شي ته اړتیا لري، ورباندي پوهېږي. تېز ذهنه او باهوښه کسان باور نه لري چي د زدکړي له پاره موقعیت او حد سته. جهان همېشه زموږ پر شاوخوا د تغیر په حال کي دئ، ځکه نو زموږ زدکړه باید هیڅکله ونه درېږي خو پر ټولو شیانو پوهېدل او د ټول شیانو زده کول، کېدای نه سي.

۱۳ـ بريالي خلګ باور نه لري چي د بهتر حس او احساس لرلو له پاره دي باید کومه خاصه ماده وکاروي: ځیني کسان ددې له پاره چي ښه احساس ولري، ځانونه د ځینو شیانو لکه الکهولو، نشه يي توکیو، غذا یا کوم بل شي معتادین جوړوي. تېز ذهنه او باهوښه افراد باور لري چي انسان کولای سي چي له اړي او تکیې څخه ځانونه خلاص کړي.

۱۴ـ بريالي خلګ پر کمزورۍ باور نه لري: تېزذهنه او باهوښه خلګ په کارونو کي عموماً تر نورو بهتره وي او د هوسایني او رفاه له نظره ئې هم سطحه لوړه وي. هغوی د نورو د کمزورۍ له وجهي، خپه خوشحالي او خوښي نه کموي. هر کس په ځان پوري محدودو او نورو څخه متفاوت شرایط لري او د ځینو له پاره، له نورو څخه سخت تر وي. تېزذهنه او باهوښه کسان، دغه واقعیت درک کوي.

۱۵- بريالي خلګ باور نه لري چي تغیر نه سي راتلای: ډېری کسان دا نه مني چي انسان کولای سي چي تغیر وکړي خو تېزذهنه او باهوښه کسان، باور لري چي هر کس کولای سي د خپل بهبود له پاره کوښښ وکړي. که هغوی پر دغه عقیدې باندي باور نه لرلای، هیڅکله به اوسني مقام ته نه وای رسېدلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي