بریالي خلک دغه جملې تل له ځان سره تکراروي!

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

تاسو بریا ته ‌ډېر نږدې یاست!

بریا ته رسېدل هومره هم سخت نه دي؛ خو هڅه غواړي. تاسو د بریالیو کسانو په څېر خپلې چارې مخ پر وړاندې یوسئ، خپله بریالي کېږئ. د بریا لپاره همدومره بسنه کوي چې ځان بریالی وانځوروئ؛ نو اړتیا ده چې فکر مو سم کړئ.
هغه جملې چې دا کسان یې تل له ځان سره وايي او د بریا راز یې هم دی، په دې لیکنه کې لوستلی شئ.

۱-ښايي نن هغه څه ونه شم کړیړچې غواړم یې؛ خو کولی شم یو کوچنی ګام واخلم:

دا مهمه نه ده چې ستاسو هیلې او موخې څومره سترې دي. مهمه دا ده چې د رسېدو لپاره یې لاس پر کار شئ. موږ هره ورځ شک او ګومان ته دا اجازه ورکوو چې موخو ته له رسېدو مو مخنیوی وکړي؛ خو داسې باید ونه شي.
یوه موخه وټاکئ او رسېدو ته یې پیل وکړئ. وړوکی ګام پورته کړئ. تل مو په یاد ساتئ چې د بریا پر لور لومړنی اخیستونکی ګام سخت وي؛ خو وروستني یې بیا درته اسانېږي.

۲-نن یو متفاوت کار کوم:

په ټولیزه توګه هغو کارونو ته متفاوت ویلی شو چې نور خلک یې نه شي کولی یا ډډه ترې کوي. هغه کار وټاکئ چې خلک یې په عادي حالت کې نه شي کولی. مهمه نه ده چې غټ کار دې وي. همدا چې هره ورځ یو متفاوت کار وکړئ. تر یوې اونۍ وروسته به متفاوت شئ، تر یوې میاشتې وروسته به استثنايي کس او تر کال وروسته به هيښوونکی شخصیت ولرئ.

۳-له شاوخوا خلکو منننه کوي:

بریالي کسان هرومرو یوه ورځ لري/ټاکي چې په هغې کې له خپلې کورنۍ، ملګرو، همکارانو منننه کوي.

۴-نن کمې خبرې کوم، ډېر اورم:

پخوا ما هم داسې فکر کاوه چې کله ډېرې خبرې کوم، جذابه، هوښيار/ه او شوخ طبعه ښکارم؛ خو دا شیان تل صادق هم نه وي.
هغه خلک چې پر ځان ډېر باور لري، ډېرې خبرې نه کوي؛ ځکه اړتیا یې نه ویني. نو بریالي کسان هم تر خبرو ډېر غوږ نیسي.

۵-نن مې په شته شیانو شکر کوم:

بریالي کسان تر منفي شیانو د ژوند پر مثبتو برخو تمرکز کوي. دوی د هر هغه نعمت شکر باسي چې خدای پرې پیرزو کړي. د بریا لپاره باید د ژوند پر شته پیرزوینو قناعت وشي.

۶-د نورو خلکو د بېځایه خبرو په کیسه کې نه کېږم:

اکثراً خلک د نورو خلکو د بېځایه خبرو تر منفي اغېز لاندې شي او له مثبتو هڅو هم لاس په سر کېږي؛ خو بریالي کسان د نورو کسانو منفي خبرو او اندونو ته ارزښت نه ورکوي. باید ځينې خبرې، آن ځينې کسان بابېزه وګڼل شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري. نوین‌الحق ... نور ولولئ