بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د شپږو بریالیو کسانو د بریا شپږ رازونه

ژباړه: نسیمه محمدي

مونږ ټولو تر اوسه د بریالیو کسانو د بریالیتوب او څرنګوالي په اړه بېلابېل مطالب لوستي؛ هغه څه مو چې مخې ته ايښي شاید په لږ څه توپير چې لیدلي او اورېدلي مو دي، وي.

۱: له خوب وړاندې یو ساعت مطالعه کول

بل ګېټس د مایکروسافت شرکت مشر هره شپه یو ساعت مخکې له خوب، د ټولو موضوعاتو د سیاست په ګډون مطالعه کوي.

د اسکس پوهنتون د ۲۰۰۹ کال څېړنې پر بنسټ د ورځې شپږ دقیقو مطالعه تر ۶۸ سلنې پورې استرس او خفګان لرې کوي.په اوږد مهاله کې، د مطالعې نور خواص لکه د آلزایمر څخه مخنیوی او وروسته تللو څخه مخنیوی ویل شوي، چې تقریبا اکثره خلک د بوډاتوب په عمر کې پرې اخته کېږي. د یادو شویو خواصو سر بېره ورځنۍ مطالعه استرس کموي او حافظه قوي کوي.

د انګلېند پوهنتون څېړنې پایلې ښايي، چې روزانه مطالعه کول  تر ۳۲ سلنې پورې د هېرجنتیا ناروغۍ احتمال له منځه وړي.

۲: د ګرځنده ټېلفون او الکترونیکي وسایلو ګُل کول

د آمریکا د هاردوارد پوهنتون استاد ډاکټر چارلز چېسلر په دې آند دی، چې د ګرځنده موبایلونو د سکرین څخه آزاده شوې رڼا زمونږ مغز ته د پیغام استولو لامل ګرځي او دا رڼا د دې سبب کېږي تر څو د ویده کېدو پر وخت د کېمیاوي موادو د ترشح د ځنډ دستور ورکړي، چې د خوب لپاره ستونزه جوړوي.

که غواړئ د شپې آرام او ښه خوب وکړئ ګرځنده موبایل مو په بله خونه او یا له ځانه لرې کېږدئ.

۳: له ویده کېدو وړاندې قدم وهل

د بافر شرکت مدیر، شپې مهال څه وخت قدم وهلو ته ځانګړی کوي. دا کړنه له هغه سره مرسته کوي، چې په ورځنیو فشارونو بریالی او له هغوی خلاصی ومومي او بدن استراحت ته آماده کړي.

وروستۍ څېړنې ښایي، پلی تګ د نوښت وړتیا سره مرسته کوي، نو ډېری هغه ستونزې چې تاسې ورته حللارې نه دي موندلي د شپې قدم وهل یې حل او فصل کوي.

۴: مدېتېشن

د ویده کېدو پر وخت د ورځنیو ستړیاوو څخه د خلاصون لپاره یوه بله طریقه مدېتېشن دی. د ۲۰۱۴ کال څېړنې ښودلې چې ۱۹ زره کسان د مدېتېشن آزمایلو وروسته، ټولو رواني آرامتیا تر لاسه کړي او په دې څېړنه کې مدېتېشن د آرامتیا او هوسا اوسېدو یوه طریقه پېژندل شوې.

۵: نوښت

ورا ورانګ، تل مخکې له ویده کېدو نوې طرحې جوړوي. شاید هم نوښتي فعالیتونو تر سره کولو لپاره د شپې سکون او چوپتیا غوره وخت وي. څېړنې وایي هغه کسان چې سهار وخته له خوب ويښېږي د شپې مهال په نوښتي فعالیتونو تر سره کولو کې ډېر بریالي دي. دا کسان د شپې مهال منطقي مسایل ښه تحلیل کوي او همدارنګه په آسانۍ د دوو موضوع ګانو تل ته رسېږي. په پای کې چارو کې د نوښت له امله بریالي څرګندېږي.

۶: د راتلونکې ورځې مهال وېش

د آمریکا اکسپرس پوهنتون مدیر تل له خوب وړاندې د راتلونکې ورځې د چارو په مهال وېش جوړولو ټینګار کوي له همدې امله سهار له ويښېدو سره سم د خپلو پلان شویو فعالیتونو په تر سره کولو پېل کوي. څېړنو موندلې هغوی چې د شپې مهال خپل کاري پلان برابروي په ځلونو بریالي خلک دي او وروسته له یو څه وخت کولای شي د بریا او وړاندې تګ لپاره ستر ګامونه پورته کړي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.