Advertisements
بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

بریالي کسان په دې ۷ غوره باورونو سره خپلو غوښتنو ته رسېږي

  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

موخې ته د رسېدو لپاره، باید هغې ته د رسېدو په تګلوري کې حرکت وکړو، کله وخت داسې کارونه ترسره کوو، چې موخو ته د رسېدو لپاره مناسب نه دي. بریالي کسان داسې باورونه لري، چې هغوی بریا او کامیابۍ ته رسوي. د دې لیکنې په دوام د بریالیو کسانو په ۷ باورونو باندې رڼا اچول کېږي.

۱ ـــ بریالي کسان مسوولیت منونکي دي

ډېری کسان د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره، د بهانې په لټه کې دي او کله چې خپل کارونه په سمه توګه نه ترسره کوي، خپل شاوخوا خلک رټي. باید مسوولیت منونکي واوسئ، چې بریا تاسو ته هرکلی ووایي او د بهانې په لټه کې مه اوسئ، نو د نورو له رټلو او د بهانو له جوړولو څخه لاس واخلئ او د هغو ټولو کارونو مسوولیت په خپله غاړه واخلئ، کوم چې ترسره کوئ یې.

۲ ـــ بریالي کسان لوړ تمرکز لري

که د بریالیتوب په لټه کې یاست، هېڅ څیز ته باید اجازه ورنه کړئ، چې حواس مو ګډوډ کړي، نو په خپلو موخو باندې تمرکز وکړئ. هغه کارونه چې ستاسو د تمرکز د له منځه تګ سبب کېږي، یوازې وخت مو بېځایه تېروي او له خپلې موخې څخه مو لرې کوي، نو په خپلو موخو او غوښتنو باندې تمرکز وکړئ او هغو ته د رسېدو لپاره، په خپلو وړتیاوو باندې شک مه کوئ. په دې ځای کې تمرکز په دې مانا دی، چې بریا ته د رسېدو لپاره، باید په خپل تګلوري کې ثابت قدمه پاتې شئ.

۳ ـــ بریالي کسان ډېر زیات سرسخت دي

بریالي کسان په هڅې او سرسختۍ سره خپلو موخو او غوښتنو ته رسېږي، نو تاسو هم خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، له خپل ځان څخه وېره لرې کړئ او له ستونزو سره مخامخ شئ. کله چې شاوخوا خلک مو په دې باور دي، چې خپلو موخو ته نه شئ رسېدلی، په خپله په خپل ټول توان او ځواک سره خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ټینګ ودرېږئ او له خپلې مخې څخه ټول خنډونه لرې کړئ. کله چې خپله موخه وڅارئ، هر ناشونی به شونی شي.

۴ ـــ بریالي کسان ډېر زیات منظم دي

منظم اوسېدل له فرد سره مرسته کوي، چې په غوره توګه وکولای شي په خپلو موخو باندې تمرکز وکړي، البته زموږ په شاوخوا کې ډېر زیات محرکونه شته، چې نظم او تمرکز له موږ څخه اخلي. باید منظم واوسو، چې وکولای شو، د مهمو موخو او هغو موخو ترمنځ، چې باید وځنډول شي، توپیر رامنځته کړو.

۵ ـــ بریالي کسان ډېر زیات خوشاله دي

هر هغه څه چې درته ارزښت لري، د خپل ژوند لومړیتوب وګڼئ. نباید خپل وخت او انرژي په هغه کار باندې ولګوئ، چې د ستړیا سبب مو ګرځي، هغه کار ترسره کړئ، چې د خوښۍ او خوشالۍ سبب مو کېږي او هغه ته د رسېدلو لپاره ډېره زیاته هڅه وکړئ، نو په خپل ژوند کې د خوشالۍ په لټه کې واوسئ او په هغو کارونو پسې لاړ شئ، چې خوشاله کوي مو.

۶ ـــ بریالي کسان په ښه توګه اړیکه ټینګوي

ډېره ښه ده، چې په خپل ژوند کې له هغو کسانو سره اړیکه ټینګه کړئ، چې د منلو وړ مو دي، نو له هغو کسانو سره اړیکه ټینګه کړئ، چې د باور او تکیې وړ دي او هڅه وکړئ، چې اړیکې مو د درنښت پر بنسټ وي. باید په اړیکه کې مو خبرې او عمل یو شان وي، د دې کار لپاره اړتیا ده، چې له داسې کسانو سره اړیکه ټینګه کړئ، چې ورته ځانګړتیاوې لري. کله چې له بریالیو کسانو سره اړیکه ټینګه کړئ، نو دې ته مو پام کېږي، چې هغوی څنګه بریا ته د رسېدو لاره وهلې (طی کړې ده).

۷ ـــ بریالي کسان شکر کوونکي دي

شکر کول له غوره ځانګړتیاوو څخه دی، چې د دې سبب ګرځي، غوره روحیه ولرو او خوشالۍ ته ورسېږو. که غواړو، چې په خپل ژوند کې بریالي شو، نو باید د خپل ژوند د ټولو ښېګڼو او بدګړو لپاره شکر کوونکي واوسو. کله وخت په ژوند کې داسې څیزونه شتون لري، چې د لرلو لپاره یې شکر وکړو، خو تر ډېره یې نالیدلي نیسو. نباید اجازه ورکړئ، چې غوښتنې مو په شته څیزونو باندې له شکر کولو څخه را وګرځوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: