سینما او موسیقي

پنځه کامیابې ځوانې فلم ستورې چې په تېر ۲۰۱۹ کال کې یې ډېرې پیسې ګټلې دي

د هندي سینما ښکلي ستورې شردها کپور په ۲۰۱۹ کې په خپلو کامیابو فلمونو او له زیاتو پيسو ګټلو سره خپله سیاله ځوانه فلمي لوبغاړې عالیه بهټ وروسته کړې ده.

د هندي سینما مشهوره فلم ستورې شردها کپور په ۲۰۱۹ کې په خپلو دوو فلمونو سره عالیه بهټ ته ماتې ورکړې او تر نوموړې یې زیاتې پيسې ګټلې دي.

د هندي رسنیو د یوه رپوټ له مخې تېر کال د بالیوډ پنځه ځوانو فلم ښځینه ستورو په خپلو کامیابو فلمونو کې د پیسو ګټلو له لوري په باکس افس باندې راج کړی.

تر شردها کپور وروسته له فلم (سټوډنټ اف دې ائیر) څخه د مشهوره شوې ښکلې اداکارې عالیه بهټ نوم دی.

په درېیم نمبر کې د یوې بلې فلمي ستورې واني کپور، پر څلورم نمبر د ځوانې یامې ګوتم او په پنځم نمبر کې کئراه اډواني نومونه راغلي دي.

۱) شردها کپور فلم «ساهو» او «جهجهوري»:

۱.jpg

ښکلې هندي فلم ستورې شردها کپور تېر کال دوه کامیاب فلمونه مینوالو ته وړاندې کړي دي، په دغو دواړو فلمونو کې شردها کپور مرکزي رول لوبولی. شردها کپور په ۲۰۱۹ کې لومړی فلم (ساهو) ریلیز کړ او دغه فلم یې یو ارب او کروړه څخه زیاتې پيسې وګټلې، د نوموړې دویم فلم (چهچهوري) دی او نېکبختي یې دا ده چې دغه فلم یې هم د یوه ارب او ۴۷ کروړه په شاوخوا کې ګټه وکړه.

د دغو دوو فلمونو په کامیابېدو سره شردها کپور د دغه پنځه فلم لوبغاړو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی دی.

۲) عالیه بهټ «ګلي بوائ) :

۲.jpg

ځوانې او ښکلې فلم لوبغاړې عالیه بهټ په ۲۰۱۹ کې د خپل فلم (ګلي وائی) کې په کار کولو سره د ډېرو مینوالو زړونه وګټل، په دغه فلم کې نوموړې د (سفینا) په نامه د یوې نجلۍ رول لوبولی دی.

د ګلي بوائ فلم کې عالیه بهټ تر څنګ رنویر سنګ مرکزي کردار لوبولی. دغه فلم په باکس افس کې له یو ارب او ۳۴ کروړه څخه زیاته ګټه وټه کړې ده.

۳) واني کپور «وار»:

۳.jpg

واني کپور تېر کال د هندي سینما مشهور فلم (وار) کې لنډ رول لوبولی، خو دغه رول په فلم کې مهم رول دی.

د دغه فلم مرکزي رول جذاب فلم لوبغاړي رتیک روشن ترسره کړی، دغه فلم نه یوازې دا چې کامیاب فلم ثابت شو، بلکې د عامر خان د (ټهګز اف هندوستان) ریکارډ یې هم مات کړ.

۴) یامي ګوتم« بالا» :

۴.jpg

هندي مشهوره او ښکلې اداکاره یامي ګوتم تېر کال په فلم (بالا) کې مهم رول لوباوه، د دې سره نوموتي هندي لوبغاړي ایوشمان کهرانه مرکزي رول لوبولی دی. د دغه فلم کیسه د یوه ګنجې سړي په ژوند راڅرخي، فلم بالا په باکس افس کې له یو ارب او ۱۰ کروړه څخه زیاته ګټه کړې ده، دغه فلم د ۲۰۱۹ کال په کامبیابو فلمونو کې شامل شوی دی.

۵) کائره اډواني:

۵.jpg

هندي ځوانې فلم ستورې کائره اډواني په فلم (کبیر سنګ) کې مرکزي رول لوبولی او دغه فلم یې د لوبیز ژوند لومړی فلم هم دی چې په ژوند کې یې یوه کامیابه تجربه وه.

په کبیر سنګ فلم کې له نوموړې سره شاهد کپور مرکزي رول لري، دغه فلم د خپلې کیسې او سندرو له امله په ۲۰۱۹ کې بریالی ثابت شو.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی