۷ ځواکمنې جملې، چې باید ځانته یې ووایئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل
زموږ ټولو په ذات کې داسې عناصر شتون لري، چې هم کولای شي بریاوې مو له منځه یوسي او هم مو لوړو مقامونو ته ورسوي. په دې لیکنه کې مو د شخصیت په ۷ ځانګړتیاوو باندې خبرې کړې دي، چې کولای شي، تاسو له ستونزو او ماتو څخه مو لرې کړي او اجازه ورکړي، ترڅو لوړو مقامونو او په پایله کې د خپلې خوښې بریا ته ورسېږئ.
نو باید وکولای شئ، چې هیندارې ته مخامخ ودرېږئ او لاندې جملې په لوړ غږ ځانته ووایئ:
۱ ـــ زه په ځان باندې ډېر زیات باور لرم:
په ځان باندې باور له موږ سره نه زېږېږي، موږ باید په هغه باندې کار وکړو، وړتیاوې ترلاسه کړو او په خپل دنده ایز او مسلکي چاپېریال کې تخصص پیدا کړو. که چېرې په خپلو وړتیاوو باندې ډاډه یاست، نو کولای شئ، په رښتیني ډول ځانته ووایئ، چې په ځان باندې ډېر زیات باور لرم. په ځان باندې د باور ډېرولو لپاره، ډېرې زیاتې تګلارې شتون لري، له هغو څخه یوه یې داده، چې خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ، ښکلې او مناسبې جامې واغوندئ او په ځان باندې مهربان واوسئ. سهار تر ماښامه په ځان باندې نیوکې ونه کړئ او هڅه وکړئ، چې مثبته تګلاره غوره کړئ. منفي فکرونه ډېر ژر له منځه یوسئ او په مسکا کولو سره، حتا که چېرې مصنوعي هم وي، د ځان لپاره ښه احساس او حالت را منځته کړئ.
۲ ـــ زه په خپل شپږم حس باندې باور لرم
ډېری خلک په ډېرې سختۍ سره کولای شي، چې له خپل ذهن څخه نیوکه کوونکي افکار لرې کړي او په خپلې غریزې یا شپږم حس باندې باور وکړي. د هغوی لپاره د دې کار ستونزه په کاري چاپېریال کې لاپسې ډېرېږي، خو زه په خپلو څېړنو کې دې ته متوجه شوم، چې په خپل شپږم حس باندې باور کول، هغه مهارت دی، چې ځینې غوره مدیران ترې برخمن دي او د تصمیم نیونې پرمهال په خپلې غریزې باندې ډېر زیات باور لري، دغه راز دې ته مې هم پام شو، هغه کسان، چې په خپل شپږم حس باندې باور لري، د هغو کسانو په پرتله ډېر ګټور ثابت شوي، چې تل له خپل نیوکه کوونکي ذهن سره لاس و ګرېوان دي.
۳ ـــ زه یو رښتینی فرد یم
راځئ، چې په رښتینې توګه د رښتینولۍ په اړه خبرې وکړو: څېړنو ښودلې، یوه په درېیمه برخه د هغو څیزونو، چې هر فرد یې وایي دروغ دي. کله چې دروغ ویل داسې یوه ښکاره او دودیزه چاره وي، نو طبیعي ده، چې رښتیا ویل یو ستونزمن کار دی، خو له رښتینولۍ څخه سترګې نه شي پټېدای، کله چې د خپلو ټاکنو او تېروتنو مسؤولیت منئ او کله چې کوم ناسم کار ترسره کوئ، پرې اعتراف کوئ، نو ذهني آرامتیا مو په نړۍ کې له هېڅ څیز سره د پرتله کولو وړ نه ده. کله چې د کوم څه مسؤولیت منئ، خلک داسې احساس کوي، چې تاسو د اعتماد وړ فرد یاست.
۴ ـــ زه زړور یم
ډېری خلک زوړرتیا په ډېرې آسانۍ سره نه شي ترلاسه کولای، معمولاً د زوړرتیا د ترلاسه کولو په لاره کې تر ټولو لومړی ګام داده، چې وېره په یوه انګېزه بښونکي لامل باندې بدله کړئ او وروسته په خپله له وېرې سره مقابله وکړئ. په کاري چاپېریال کې وېره، د ژوند د نورو چاپېریالونو په څېر هغه څه دی، چې موږ له خوښۍ او بریا څخه لرې کوي، خو کله چې وکولای شئ، ځان نورو ته د یو زړور فرد په توګه ور وپېژنئ، د دې موضوع ښکارندویي کوي، چې چمتو یاست، له خپلو وېرو سره مخامخ شئ، له خپل وحشت سره وجنګېږئ او د زړورتیا د ترلاسه کولو لپاره، هر کار چې اړین وي، ترسره یې کړئ.
۵ ـــ زه د اعتماد وړ یم
معتمد او رښتینی اوسېدل داسې یوه ځانګړتیا نه ده، چې هرڅوک یې ولري. که چېرې غواړئ نور خلک په تاسو باندې اعتماد وکړي، نو باید د اعتماد وړ اوسېدل تمرین کړئ. دا ځانګړنه په خبرو کولو نه ترلاسه کېږي او عمل ته اړتیا لري. تاسو باید سم کار په سمه بڼه او مناسب وخت کې ترسره کړئ او په هر ډول شرایطو او حالاتو کې سم کار وټاکئ، دا نو هغه وخت دی، چې کولای شئ ووایئ: ( زه د اعتماد وړ یم ).
۶ ـــ زه تل سم کارونه ترسره کوم
ډېری خلک تل د چټکو او آسانه حل لارو په لټه کې دي. که غواړئ ښه او غوره کارونه ترسره کړئ، نو باید د ښو او غوره تګلارو په لټه کې واوسئ، نه چټکو، باید په کیفیت باندې تمرکز وکړئ، نه کمیت. که چېرې غواړئ، چې خلک د ستاسو په رهبرۍ باندې اعتماد وکړي او له تاسو سره کار وکړي، نو باید ځان د سم کار ترسره کوونکي په توګه ښکاره کړئ.
۷ ـــ زه یو سرښندونکی فرد یم
هغه څوک، چې ځان د سرښندونکي فرد په توګه معرفي کوي، پوهېږي چې څنګه باید نورو ته خدمت وکړي، له هغوی څخه ساتنه او دغه راز له هغوی سره مرسته وکړي. سرښندنه په دې مانا نه ده، چې د ځان په اړه له فکر کولو مخکې، د نورو په فکر کې واوسئ.

ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ