څه ډول خپل ژوند کې بريالي اوسو؟

دا اړینه نه ده چې څومره عمر لرو یا له کومه ځایه یو، اړینه دا ده چې د بریا په خاطر څه وکړو.
۱ـ لوی فکر وکړئ:
میکل انژ د رنساس دورې لوی هنرمند وایي: “زموږ لپاره دا لوی خطر نه دی چې لويي موخې ولرو او هغه کې ماته وخورو، خو اړینه دا ده چې کوچنۍ موخې ولرو مګر ورته ورسېږو.”
۲ـ هغه څه پیدا او ترسره کړئ چې مینه ورسره لرئ. 
اپرا وینفري وایي: “تاسو پوهېږئ چې د بریا په واټ کې یاست که داسې کار ترسره کړئ چې خوښ مو وي خو هغه لپاره پیسې هم ترلاسه نه کړئ.”
۳ـ دا زده کړئ چې څه ډول ژوند کې برابروالی راولو:
فیل نایت د نایک شرکت مدیر وایي: “تل په ژوند یا هم په کاري ساحه کې له جنګ یا ګډوډۍ سره مخ کېږئ، په دې سره نه شئ کولای پر هېڅ یو برلاسي شئ، خو دا کار کولای شئ چې پر هغو اغېزه پرېږدئ، نو همدا ستاسو د بریا کیلي ده.
۴ـ له ماتي څخه مه وېرېږئ:
هنري فورد وایي: “ماته یوازې د نوي پیل لپاره یو فرصت دی، خو دې واري باید په فکر سره عمل وکړو.”
۵ـ کلک هوډ ولرئ:
د که ایف سي بنسټ ایښودونکی سرهنګ سندرز وایي: “ما تېر وخت پړېکړه وکړه چې چې بریا ته ورسېدای شم. د څه شي هوډ چې مې درلود ما کولای شوای هغه ته ورسېږم، هېڅ کار او پیسو زما مخه ونشوای نیولی. ما هغه ترسره کول ځکه پوهېدم چې زما په ګټه دي او پوهېدم چې بریا ته څنګه ورسېږم.”
۶ـ د عمل سړۍ اوسئ:
لئوناردو داوینچی وایي: “یو وخت پام مې شو چې ډېر کم بریالي کسان شاته کېني چې هر کار خپله وشي، خو نور کسان خپله هڅه کوي چې دوی خپله د هر کار سبب شي.”
۷ـ د شخړو څخه ځان لري ساتئ:
د امریکا ولس مشر تئودور روزولت وایي: “د بریا تر ټولو اړینه عنصر دا دی چې موږ خپله پوه شو چې د وګړو سره څه ډول چلند وکړو.”
۸ـ د نوي نظرونو له معرفي څخه مه وېرېږئ:
مشهور لیکوال مارک تواین وایي: “یو انسان د یو نوي نظر سره تر هغه وخت چې دا نظر بریالۍ دی، لکه یو لیور عمل کوي.”
۹ـ باور ولرئ چې د بریالي کېدو ظرفیت لری:
والت دیزني د والت دیزني شرکت بنسټ اېښودونکی وایي: “که تاسو د یوه کار ښېګڼه وګورئ، نو هغه کار کولای شئ.”
۱۰ـ تل ذهن کې مثبت لیدلوری ولرئ:
د امریکا ولسمشر توماس جفرسون وایي: “هېڅکله هېڅ شئ نه شئ کولای، تاسو له مثبت فکر کولو او خپلې سمې موخو څخه منع کړي او همداسې هېڅ داسې څه نه شي کولای چې د ځمکې پر مخ درسره په منفي ذهنیت کې مرسته وکړي.
۱۱ـ اجازه مه ورکوئ چې مو ناهیلیتوب له بریا څخه لرې کړي:
ابراهام لینکلن وایي: “اجازه مه ورکوئ چې سوړ احساس مو خپل ښکار کړي، که ناهیلي نه شئ بریا ستاسو ده.”
۱۲ـ سخت کار ته راضي شئ:
جی سی پنی بنسټ ایښودونکی وایي: “ځکه ترڅو چې ستونزمن کارونه تر سره نه کړئ بریا ته نه رسېږئ.”
۱۳ـ خپل د درک د ملاټر لپاره باید ځواک ولرئ:
استیو جابز وایي: “د خپل زړه او درک لپاره باید ځواک ولرئ، ځکه هغه چې هر ډول وي د هر کار په کولو کې درسره مرسته کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري. نوین‌الحق ... نور ولولئ