Advertisements
بریا او پرمختګ ځوانان او زده کړې

 د بریالیو اشخاصو له ۷ عادتونو سره اشنا شئ

لیکنه: ياران

لیکنه: واحد امیري

داسې څوک نه پېژنم چې له زخمت او زیار پرته په څه شي کې بریالی شوی وي. بریالي کېدل بې له زیار او کوښښ ناممکِنه ده.

۱-همېشه موهدف په ‌ذهن کې ولرئ

هر څه چې غواړئ ورته ورسیږئ، د یو هدف لپاره تر سره کيږي.  که ونه پوهیږئ هدف مو څه دی، هغه ته د رسېدلو لپاره لاره نشته.  فکر وکړئ! یو موټر کې سپرېږئ، لومړی کار چې کوئ یې څه دی؟ شاید لومړی موټروان ته سلام واچوئ لاکن وروسته څه؟ موټروان ته به وایئ چې چېرته غواړي لاړ شي چې هغه وکولی شي تاسو هغه ځای ته ورسوي. په همدې ترتیب سره کوم ځای ته چې په ژوند کې غواړئ ورسیږئ باید وپوهیږئ چې هغه کوم ځای دی، هدف او منزل باید معلوم وي.

له همدې کبله ډېره مهمه ده چې باید وپوهیږئ، کوم هدفونه چې تاسو یې لرئ تاسوته څه رامنځته کوي او تاسو ورڅخه څه غواړئ؟ ما مې د خپل تخت ترڅنګ هغه ورقه لګولې چې هغې کې مې خپل راتلونکي هدفونه لیکلي، دغه هدفونه ما ته یادونه کوي، چې څه شی غواړم او هره ورځ ما د هغوی لور ته حرکت راکوي.

۲-هغه کار ترسره کړئ چې مینه ورسره لرئ

کله چې هغه کار تر سره کوئ چې مینه ورسره لرئ داسې به ښکاره شئ چې نه ختمیدونکې انرژي لرئ، چې همېشه یې په حرکت ساتلي یاست او حتی تاسو به په هغه کار کې تر بل هر کار زیات بریالي وئ.

که باوري نه یاست چې کار ستاسو د خوښې وړ نه دی، وګورئ کوم څه ته ډېره لېواله یاست؟ که د انتخاب وړتیا ولرئ هر هغه کار چې مینه وسره لرئ چې وی ټاکئ هغه به څه وي؟ ستاسو مینه او علاقه باید له یوه داسې کار سره وي چې تاسو د بریاليتوب لور ته بوځي.

۳- له ټولو شېبو ګټه واخلئ 

هره لحظه ارزښتمنه ده، پوه کسان پوهیږي چې وخت څومره ارزښت لري. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو کتاب کې لیکلي، د وخت ارزښت له پیسو څخه ډېر دی، ځکه چې پیسې کولی شو بیا لاس ته راوړو، لیکن هېڅکله وخت بېرته نه شو را ګرځولی.  د همدې کبله زه همېشه باوري کیږم چې له وخت او له هرې لحظې سمه ګته اخلم. فکر وکړئ چې دا عادت په دې معنا نه دی، چې تاسې ۲۴ ساعته شپه او ورځ کار وکړئ. له ټولو شېبو ګټه اخېستل په دې معنا دي، چې د کار په وخت کار او د خوب په وخت کې خوب وکړئ. د دغه کار په کولو سره به مو ذهن ارام وي او خپل کارونو ته به په وخت سره لاسرسی وکولای شئ.

۴- خپلوهیلو ته د رسیدلو لپاره عمل وکړئ

د ښه ژوند لرل په دې معنا دي، چې عمل کوونکی شخص ووسئ. هر کار چې کوئ او یا یې نه کوئ باید ستاسو د پرمختګ سبب وګرځي. که چېري غواړئ په ژوند کې ښه لاسته راوړنې ولرئ، نو باید لپاره یې اقدام او مناسب عمل وکړئ.

۵: خپل ځان مو له ورځ سره دوامداره عادت کړئ

باید زده کړئ چې هېڅکله هم همداسې مه کېنئ. هر وخت د ښه شخصیت جوړیدو لپاره کار شته، چې ویې وکړئ. امکان لري چې نن ډېر ښه توان او مهارتونه ولرئ، لکین سبا ته به دغه توان ونلرئ؛ نو مه پریږدئ، چې وخت مو بې ځایه تېر شي او له هرې شېبې ګټه واخلئ. ښه او بریالي خلک همېشه د زده کړې، مطالعې او ځان ته د ودې ورکولو په حال کې وي. نو بریالیتوب ته د رسېدلو لپاره باید خپل ځان ته وده ورکړو.

۶- د ځان په اړه د چا نظر یا غبرګون وغواړئ

مهمه نه ده چې څومره پرمختګ وکړو، مهمه دا ده چې خپل نالېدلي ټکي وپېژنو، زمونږ په اړه ځینې څه شته، چې ور څخه ناخبره یو او هېڅکله هم نشو کولی، هغه څه ته وده ورکړو، چې په اړه یې نه پوهیږو. د فردي ودې لپاره د بل چا نظر یا فیډبک اسانه، چټکه او ګټوره لاره ده.

۷- هڅه وکړئ په کارونو کې مخکې شئ 

د بریالیو کسانو یو عادت وي، چې تل هڅه کوي په کارونو کې له نورو څخه مخکې شي. هڅه وکړئ همېشه مخکې ووسئ. یوازې هغه وخت کولی شئ ښه نتیجه لاسته راوړئ، چې د ژوند د ښه کېدو لپاره مو هڅې کړې وي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران