افغان لوبډله په شل اوریزو لوبو کې د بریا لوړې سلنې پر اساس لومړی مقام لري

رنګین تجريدي ډیزاین

د کرېک انفو وېب پاڼې له ۲۰۰۵ کال راهیسې تر ۲۰۱۹ م کال پورې په شل اوریزو لوبو کې د لوبډلو پرمختګ د سلنې پر بنسټ رااخېستی، چې افغان لوبډله پکې د فیصدۍ په لحاظ په ۳۹ لوبډلو کې لومړی مقام لري.
شل اوریزې لوبې په ۲۰۰۷ کال کې تاسیس شوي دي، خو له هغې وړاندې یې څرکونه په هېوادونوکې موجود و، چې اسټرالیا او نیوزیلېنډ خپلو کې لوبې کړې وې.
افغانستان، اسټرالیا، بحرېن، بنګله دېش، بیلجیم، بېلایز، برموډا، کاناډا، کوسټاریکا، انګلستان، جرمني، هانکانګ، د کرکټ شورا یوولس کسیزه لوبدله، هندوستان، ایرلېنډ، کینیا، کوېټ، مالدیف، مالټا، مکسیکو، نیپال، نېدرلېنډ، نیوزیلېنډ، عمان، پاکستان، پاناما، پاپوا نیوګیني، فېليپين، قطر، سعودي عربستان، سکاټلېنډ، سهیلي افریقا، هسپانیا، سریلانکا، عربي متحده امارات، د امریکا متحده ایالات، وانو واټو، ویسټ انډیز او زِمبابوې هغه لوبډلې دي، چې په ترتیب سره یې له لومړي څخه تر ۳۹ م مقام پورې پرمختګ کړی دی.
afghan cricket team 1st افغان لوبډله په شل اوریزو لوبو کې د بریا لوړې سلنې پر اساس لومړی مقام لري
افغانستان په شل اوریزو لوبوکې د فیصدۍ په لحاظ لومړی دی
افغان لوبډلې له ۲۰۱۰ م کال څخه تر ۲۰۱۹ م کال پورې ۷۲ شل اوریزې لوبې کړي، چې په دې لوبوکې یې ۴۹ ګټلي او ۲۲ یې بایللي دي، د فصدۍ په لحاظ یې ۶۹ اعشاریه صفر ۸ سلنه لوبې ګټلي دي او لومړی مقام یې خپل کړی دی.
اسټرالیا له ۲۰۰۵ م کال څخه تر اوسه پورې ۱۶۰ لوبو کړي، چې ۶۰ یې ګټلي دي او ۵۲ یې بایللي دي، دوه لوبې یې مساوي شوي او دوه لوبې یې د باران له امله بې پایلې شوي دي.
د دې لوبډلې فصدي ۵۳ اعشاریه ۵۰ ده او افغانستان پسې یې دوهم ځای نیولی دی.
د بحرېن فصدي ۵۰ ده، دې لوبډلې ۴ شل اوریزې لوبې کړي، دوه یې ګټلي او دوه یې بایللي دي.
بنګله دېش له ۲۰۰۶ م کال څخه تر ۲۰۱۸ م کال پورې ۳۱ اعشاریه ۳۲ سلنه لوبې ګټلي.
بیلجیم درې لوبې کړي او درې واړه یې بایللي، فصدي صفر ده، خو په لېست کې بنګله دېش پسې دی.
د هندوستان فصدي له ۲۰۰۶ م کال څخه تر اوسه پورې ۶۲ اعشاریه ۹۴ ده او د نړۍ یولس کسیزې پسې یې ځای نیولی دی.
دا لوبډلې تر ټولو مخکې دي او نورې لوبډلې بیا تر ۳۹ م ځای پورې یو بل پسې په ترتیب سره د فصدي په لحاظ ځایونه خپل کړي دي.
هغه لوبډلې چې هندوستان پسې یې ځایونه خپل کړي عبارت دي، له ایرلېنډ، کینیا، کوېټ، مالدیف، مالټا، مکسیکو، نیپال، نېدرلېنډ، نیوزیلېنډ، عمان، پاکستان، پاناما، پاپوا نیوګیني، فېليپين، قطر، سعودي عربستان، سکاټلېنډ، سهیلي افریقا، هسپانیا، سریلانکا، عربي متحده امارات، د امریکا متحده ایالات،
وانو واټو، ویسټ انډیز او زِمبابوې څخه.
ODI AFGHANISTAN PERCENTAGE افغان لوبډله په شل اوریزو لوبو کې د بریا لوړې سلنې پر اساس لومړی مقام لري
افغان لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې هم د فیصدۍ په لحاظ مخکې ده
دې لوبډلې په ۱۱۲ یو ورځنیو لوبو کې ۵۸ ګټلي، ۵۰ یې بایللي، یوه مساوي شوې او درې یې بیا بې پایلې شوي دي او لومړي مقام کې ده.