بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

نن ژوند وکړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

غواړم يو راز تاسو سره شريک کړم. آيا په دې پوهېدئ چې په اونۍ کې دوه داسې ورځې شته چې تاسو پکې بايد اصلاً د ډار او تشويش احساس ونلرئ. په دې دوه ورځو کې مو بايد پاملرنه او توجه ډېره وي.

لومړنۍ ورځ هماغه پرونۍ ورځ ده (پرون ورځ). ټولې تېروتنې او غلطيانې مو چې کړي دي، دردونه مو چې ګاللي دي… دا ټول د پرون يا تېرې ورځې پورې اړه لري. په دې پوه شئ چې پرون ورځ تللې او بيا نه راځي.

که هرڅومره غواړئ پيسې ولګوې، ويې لګوئ؛ خو پرون يا تېره ورځ بيا نه راځي.

او دويمه ورځ کومه ده؟ دويمه ورځ هم، سبا ده. تاسو نپوهېږئ چې سبا ته به څه پېښ شي. ښايي هيله بښونکې او خوشحاله وي. سبانۍ ورځ مو هم له واک او کنټرول څخه بهر ده. سبا ته هم په زړه پورې او ځلېدونکی لمر راښکاره کېږي، لمر به وځلېږي؛ خو ښايي په سر مو د ورېځو ټوټه د دې سبب شي چې لمر پر تاسو روښنايي ونکړي او دا هم مه هېروئ چې لمر هماغه ثابت او ځلېدونکی لمر دی چې هېڅ ډول بدلون پکې نه راځي.

په همدې اساس د هغو څيزونو او موضوعاتو په اړه تشويش او قضاوت مه کوئ چې تر دې دمه مو په سترګو نه دي ليدلي.

همدا نن پاتې ده، پر همدې نن واک او کنټرول لرئ او د همدې نن ورځې ليدل مو په اختيار کې دي. ټول بايد همدا نن د خپلو ستونزو سره د مبارزې لپاره د سيالۍ ډګر ته ووځي.

پرون ورځ لاړه او د سبا په اړه بشپړ مالومات نلرئ، نو په همدې اساس ټوله پاملرنه مو همدې نن ورځې ته کړئ. خپله نننۍ ورځ مو د ناملومې سبا لپاره مه خرابوئ.

سرچينه: Ummah.com

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی