بریا او پرمختګ

د بریا لپاره باید دا څیزونه په بشپړه توګه پرېږدئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که په خپل شخصي او کاري ژوند کې د بریا په لټه کې یاست، داسې ټکي شته، چې باید مراعات یې کړئ او په خپل ژوند کې باید ځینې څیزونه پرېږدئ، لکه د خپل کور یا کاري مېز ترتیب او تنظیمول، هر څو وخته وروسته خپل ځان چک کړئ او ټول هغه څیزونه، چې بریا ته د رسېدو په لاره کې، له تاسو سره مرسته نه کوي، لرې وغورځوئ. په دې مقاله کې غواړو د پیلولو لپاره تاسو ته څو مناسب ځایونه در په ګوته کړو. له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.

په دې اړه فکر کول، چې نه شئ کولای بدلون رامنځته کړئ

له تاسو څخه هر یو د بدلون د رامنځته کولو وړتیا لري او په ګډه کولای شئ بدلون رامنځته کړئ.

هڅه مه کوئ، چې بشپړ واوسئ

د بشپړ اوسېدو لپاره هڅه کول، تاسو ماتې ته چمتو کوي. دا کار د غوره اوسېدو لپاره، سمه تګلاره نه ده، بلکې فرد ته دا تلقینوي، چې هېڅکله نه شي کولای، په کافي اندازه ښه واوسي.

په تېرې کې ژوند کول

راتلونکې مو له همدا اوسه پیلېږي.

د ټولو د خوشاله کولو لپاره هڅه

د ماتې په لور تر ټولو ډاډمن تګلوری دا دی، چې هڅه وکړئ، ټول خوشاله او راضي وساتئ، یوازې د ځان او د هغو کسانو د خوشاله او راضي ساتلو لپاره کار وکړئ، کوم چې درته مهم دي.

کوچنۍ موخې

کوچنۍ موخې، له ځانه سره کوچنۍ پایلې لري، دغه راز سترې موخې له ځانه سره سترې پایلې، نو له دې امله موخې مو سترې وټاکئ.

د کینې نه پرېښودل

دا کار بېځایه وخت تېرول دي، خوشالي او رضایت مو درنه غلا کوي.

له بدلون څخه لرې کېدل

بدلون رامنځته کېږي، څه اجازه ورکړئ او څه نه. کله چې وړتیا یې لرئ، نو مدیریت یې کړئ او له دې بدلون څخه غوره پایله تر لاسه کړئ.

د هېڅکله تېروتنه نه کولو لپاره هڅه

له خطر څخه لرې کېدل او د تېروتنه نه کولو جرات، تر ټولو ستره غلطي ده، چې کولای شئ، وې کړئ.

د (نشم کولای) ویل

هېڅکله مه تسلیمېږئ او هېڅکله له ځان سره، د منفي جملو په مټ خبرې مه کوئ.

د ځان کم ګڼل

د ځان کم ګڼل له تاسو سره مرسته نه شي کولای، دې کار هیچا ته آساني، هوساینه او آرامتیا نه ده ورکړې او ستړی کوونکی دی.

خبرې ګرځول

ټیټ او کوچني انسانان ځان په خبرې ګرځولو باندې ځان بوختوي، د دې کار پرځای د نظریو او آیډیاو په اړه خبرې وکړئ او کله چې د نورو انسانانو په اړه خبرې کوئ، تل مهربان، حامي او مرستندوی واوسئ.

ټیټ پاتې کېدل

ماتې په ځمکه باندې له غورځېدو څخه نه رامنځته کېږي، که بېرته را پورته نه شئ، نو ماتې مو خوړلې ده.

شکایت کول

که تل خپل وخت له تېر څخه په شکایت کولو باندې تېر کړئ، نو د راتلونکې د ښه کولو لپاره به وخت ونه لرئ.

له منفي کسانو سره وخت تېرول

کوم کسان چې ستاسو په شاوخوا کې دي، هڅه کوي، چې تاسو ټیټ او ذلیل کړي، ښایي وخت یې را رسېدلی وي، چې هغوی پرېږدئ.

له نورو سره د خپل ځان پرتله کول

پرتله کول، یو له هغو مواردو څخه دی، چې خوشالي مو درنه غلا کوي. د هغو کارونو په اړه اندېښنه مه کوئ، کوم چې نور یې ترسره کوي.

کوچنی رول

خپل لید پراخ کړئ، ستر کارونه ترسره کړئ؛ وده وکړئ، کله وخت دا پروسه ځورونکې وي، خو ارزښت یې لري.

ځان زړور ښکاره کړئ

رښتیا او زړورتیا ښایي تل هوسا ونه واوسي، خو ځواکمن دي. ځان زړور ښکاره کړئ، حتا که په بشپړه توګه داسې نه یاست.

چانس ته په تمه مه اوسئ

چانس خپل بنسټ په چمتووالي باندې جوړوي. د ښو فرصتونو په وړاندې مېشتېدل، تر یوه بریده چانس ته اړتیا لري، خو باید پوه شئ، چې چېرته یې پیدا کړئ او وروسته له هغو څخه د ښې او غوره ګټه اخیستنې لپاره ځان چمتو کړئ.

هر څه ته په تمه واوسئ

نباید خپل ځان ته د فکر په دې بڼې سره، چې باید وخت، ځای او مناسب شخص ته صبر وشي دوکه ورکړو، فرصت تاسو پیدا کړئ، نه دا چې فرصت تاسو پیدا کړي.

تائید ته اړتیا

مه پرېږدئ، چې د نورو نظرونه له تاسو څخه ګټه واخلي، دا د وخت بېځایه تېرول دي.

په یوازې توګه د ترسره کولو لپاره هڅه

داسې فکر کوئ، چې په یوازې توګه یې ترسره کولای شئ، خو په یوازې توګه د یوه کار ترسره کول، نه یوازې ډېر وخت نیسي، بلکې ستاسو لپاره یې جذابیت هم کمېږي.

بېځایه ژمنې کول

تل د ژمنې کولو په حال کې مه اوسئ، ډېر کم دا کار وکړئ، کومې ژمنې چې کوئ، باید سل په سلو کې پوره کېدونکې وي.

په کمزورتیاوو باندې خپل ټول تمرکز کول

موږ ټول خپل ځانګړي کمزوري ټکي لرو، په دې کمزورو ټکو باندې کار وکړئ، خو تمرکز مو باید په خپلو پیاوړو ټکو باندې وي.

د نورو ګناهکار ګڼل

دا کار د وېرېدونکو خلکو دی او دا کار درنښت او احترام مو را کموي.

له منفي افکارو څخه نا خبري

ښایي په دې باور واوسئ، چې د هغه څه مسؤول یاست، کوم چې ترسره کوئ یې، نه هغه څه چې فکر کوئ، خو رښتیا دا دي، چې دا دواړه څیزونه له یو بل څخه نه جلا کېدونکي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل