اپریل 14, 2021

بریا راز نه لري، مګر لار لري

Advertisements

داسې ډېرې لارې شتون لري چې موږ بریا ته ورسوي. ریچارد سنت جان د هغه وګړو څخه دی چې کلونه کلونه یې د دې په اړه څېړنه وکړه چې کوم کارونه د بریا سبب کیږي، نو له هغه وروسته دی دې پایلې ته ورسېد چې بریا راز نه، بلکې لاره لري چې هر څوک که وغواړي ورته رسېدلای شي.
د هغو لارو څخه یو اشتیاق یا شوق درلودل دي، یعنې کله چې د یو انسان یو څه ته زړه وشي، حتماً غواړي هغه ترلاسه کړي. مثلاً یو وږي انسان چې ډوډۍ ته زړه وشي که یو ګیلاس اوبه ورکړې په اوبو هغه نه مړیږي، ځکه ذهن ته هر ډول خواړه راځي او غواړي هماغه ترلاسه کړي. نو که موږ هم غواړو بریالي شو او بریا ته ورسېږو، د هغه کار لپاره باید اشتیاق یا لیوالتیا ولرو، ځکه د دې شوق په وسیله په ډېر ښه ډول هغه کار ترسره کولای شو.
که شوق نه وای ادیسون به د برق کشفولو پسې نه تلای او هیڅ اختراع نه ترسره کېده، شعرونه به نه ویل کېدل، یعنې هر کار چې په نړۍ کې ترسره کیږي د یوې لېوالتیا له مخې کیږي، هره موخه د شوق له مخې ترلاسه کولای شو.
کله چې لېوالتیا پیدا شي، د هغه کار لپاره هڅه کوو ځکه هیڅ کار پرته له هڅې شونی نه دی، باید د هغه لپاره ډېر زحمت وباسو ترڅو ورته ورسېږو.
له هڅې وروسته کله چې غواړو د هغه کار په وسیله خپل موخې ته ورسېږو، نو باید یوازې په هماغه کار تمرکز وکړو او ځان ته ژمنه ورکړو چې دا کار حتماً ترسره کوم.
کله چې مو ذهن فعاله وي د هغه موخې ترسره کولو لپاره نوي فکرونه او خلاقیت مو ذهن ته راځي، یعنې د هغه کار لپاره باید پشت کار ولرو او هر ډول ستونزې لپاره زغم ولرو او یو ښه انسان اوسو.
کله چې زموږ فکر مثبت وي، ښه ځواک ولرو هر کار ترسره کولای شو، ځکه خپل مثبت فکر موږ ښه کاروو او خپلې موخې ته رسیږو، نو د بریا لپاره باید دې ټکو ته پام وکړو ترڅو ځان بریا ته ورسوو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي