ژباړه: محمد عزيز پردېس
داسې يوه کشتۍ مې جوړه کړې ده چې…
جنسيت يې له راز او نياز څخه دی،
چلوونکی يې له صبر څخه
او ماشين يې له ايمان څخه دی،
په مهتابي شپه کې،
اوږد او دوامداره سفر لرم.
سفر مې د سيند له غاړې پيلېږي…
په لاره کې ښايي د توپاني څپو سره مخ شم،
ښايي همدا توپانې څپې مې پرېنږدي چې،
خپلې موخې ته ورسم،
مزاهمت به مې وکړي،
لاره به مې ونيسي،
بې لارې به مې کړي،
خو زه د هېڅ څه په کيسه کې نه يم.
زه د خپل ځان سره دعا لرم…
قطب نما لرم،
او که د لارې په اوږدو کې،
مې کښتۍ ډوبه هم شي،
نو تشويښ ورته نلرم،
ځکه مټې لرم،
آب بازي مې هم زده ده،
او په لوی او مهربان رب پوره باور لرم،
چې ما به خپلې موخې ته رسوي…
( په خپل ځان او په لوی رب، پوره باور مو تر منزله رسوی شي ).
اتمر: ټاکنو کې د طالبانو پر ګډون هیڅ ډول اعتراض نه لرو
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې افغان حکومت په ټاکنو کې د طالبانو له حضور سره هیڅ راز مخالفت نه لري ځکه د ده په وینا دا چاره به پر دغې وسله والې ... نور ولولئ