بریا او پرمختګ ځوانان او زده کړې

ټول بریالي مدیران دا پنځه ځانګړتیاوې لري

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ډېری کسان په دې باور دي، چې ځینې ځانګړتیاوې په ښو او بریالیو مدیرانو پورې تړاو لري؛ د بېلګې په توګه د سازمان لپاره تر خپل مدیریت لاندې د مشخص او رښتیني لر لید انځورول، دا بېلګه او موارد هغو ځانګړتیاوو په څېر دي، چې ډېر زیات مشخص او روښانه دي، خو یو بریالی مدیر په بشپړه توګه له ډېرو نورو ځانګړنو څخه برخمن دی. په مدیریتي بحثونو کې دا پابته شوې ده، چې ټول بریالي مدیران پنځه ځانګړتیاوې لري، چې د دې لیکنې په دوام پرې رڼا اچوو:

۱ ـــ په ژمنو وفا کول  

بې پروایي ناروغي ده، چې کولای شي، د بریالیو مدیرانو په لاره کې خنډ وي. بریالیو مدیرانو دا زده کړي دي، چې هېڅکله او په هېڅ وجه باید له خپلې ژمنې څخه تېر نه شي. تجربو هغوی ته ورزده کړي دي، چې په خپله ژمنه باندې د وفا کولو لپاره باید ټولې شونې لارې وازمایي. بریالي مدیران په بشپړه توګه په دې موضوع باندې پوهېږي، چې په خپلو ژمنو باندې وفا کول، د کارمندانو درنښت او له سازمان سره د هغوی له وفا کولو سره مل دی.

۲ ـــ په تصمیم نیونه کې پرېکنده توب

بریالي مدیران، په خپلو تجربو باندې په تکیه کولو سره، د تصمیم نیونې په بهیر کې، بېساری مهارت لري؛ له ډېرو کوچنیو تصمیمونو څخه لکه: کومې جامې چې غواړي وایې غوندي تر ډېرو لویو تصمیمونو پورې، لکه: هغه ګامونه، چې باید د یوې لویې پروژې په ترسره کولو کې واخیستل شي.

پیاوړي مدیران پوهېږي، که څه هم د کار پایله له ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده، خو د کارمندانو هغه باور، چې د مدیرانو له خوا په نیول شویو تصمیمونو باندې یې لري، له ډېر زیات ارزښت څخه برخمن دی. دا ډول مدیران د وخت په لړ کې زده کوي، که چېرې په خپله په خپلو تصمیمونو باندې باور ولري، دا د باور او اعتماد احساس په نورو کې هم را منځته کېږي.

۳ ـــ له غوره مدیرانو څخه پیروي

بریالي مدیران هغه مدیران دي، چې په خپل اوسني موقعیت کې په یو نه یو ډول د غوره مدیرانو مدیریت ته ګوري، هغه تجربې چې دې افرادو له نورو مدیرانو څخه په پیروۍ او هغوی ته د وفادارۍ له کبله یې ترلاسه کړې دي، هغوی ته دا امکان په لاس ورکوي، چې د نورو احساس هم له هغه مدیر سره د کار کولو پرمهال، چې خپلې ځانګړتیاوې لري درک کړي. بریالي مدیران په بېلابېلو ځایونو کې له خپلو کړنو څخه خبر دي او په ښه توګه پوهېږي، چې څه وخت تر ډېره کارمندان ده ته لاسرسی ولري او له کارمندانو سره خپله اړیکه څنګه رامنځته کړي، چې د پام وړ پایله ترلاسه کړي.

۴ ـــ لټونکی

د عادي کارمندان یو له کمزورو ټکو څخه دا دی، چې د احتمالي موقعیتونو په لټه کې نه دي. بریالیو کارمندانو د خپل پرمختګ په تګلوري کې هڅه کړې ده، چې له خپل توان څخه ډېره هڅه وکړي او څو څو ځله یې په ډېر ګړندي ډول تګلوری وهلی دی. بریالي مدیران پوهېږي، چې په ډېرې زیاتې هڅې سره، د زده کړې، د مهارتونو د ترلاسه کولو او پوهې کچه زیاتېږي، چې په خپل وار سره، له پوهې او تجربې سره سم عقلاني مدیریت شونی کوي.

۵ ـــ د تجاربو او پوهې لېږدول

هېڅکله سترو او بریالیو کسانو منجلمه بریالي مدیران په یوازې توګه هغه مقام ته نه دي رسېدلي، په کوم کې چې دي، ځوانو کارمندانو ته د پوهې او تجاربو لېږدونه، یو له ارزښتمنو کارونو څخه دی، چې بریالی مدیران یې ترسره کوي. بریالي مدیران د خپلو کارمندانو لپاره ښې او ارزښتمنې بېلګې دي، چې له دوی څخه په بېلګه اخیستلو سره، خپلې چارې تنظیموي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل