فبروري 28, 2021

کتاب لوستنه او څو مهمې ګټې یې

ژباړه: عطا محمد میاخېل
په دې لیکنه کې غواړو، تاسو د کتاب لوستنې له ګټو سره آشنا کړو، ترڅو ښایي د لا ډېرې مطالعې لپاره وهڅېږئ، که څه هم کتاب لوستنه له دې څخه ډېرې ګټې لري، کوم چې موږ دلته ور باندې رڼا اچوو، خو لاندې موارد یې تر ټولو مهم او ګټور دي. که تاسو هم غواړئ، چې د کتاب لوستنې له ډېرو ګټو سره آشنا شئ، نو دا لیکنه په غوره سره ولولئ.
د خبرو کولو وړتیا زیاتوي
هغه کسان، چې کتاب لولي، د لغاتو لمن یې د هغه کسانو په پرتله ډېره پراخه ده، کوم چې  کتاب نه پرانیزي، هغوی په ښه توګه کولای شي، چې خپل احساسات بیان کړي او مقابل لوری په خپلې موخې باندې پوه کړي. له دې امله کولای شو، دې پایلې ته ورسېږو، چې کتاب لوستونکي کسان له نورو څخه، څه په خبرو  کولو او څه د ورځني ژوند په نورو فعالیتونو کې بریالي دي.
د تمرکز کچه لوړوي
د ویبلاګونو د ځړونو او په انټرنېټ کې د شته مقالو برعکس، کتاب لوستنه لوړ تمرکز غواړي، ښایي په پیل کې درته سخته او ستونزمنه وي، چې ساعتونه کېنئ، کتاب په لاس کې واخلئ او وې لولئ، خو له یو څه مودې وروسته به دا کار درته خوندور شي او تاسو ته آرامتیا دربښي. کتاب کولای شي، تاسو له خپلې رښتینې او بهرنۍ نړۍ څخه جلا کړي او په بلې خیالي نړۍ کې مو ډوب کړي، چې همدا کار ستاسو د تمرکز د لوړېدو سبب ګرځي.
له هنر او شاوخوا نړۍ سره لا ډېر آشنا کېږئ
څېړنو ښودلې، هغه کسان چې کتاب لولي، له نندارتونونو څخه له لیدنې او په کنسرټونو کې له ګډونو سره ډېره زیاته مینه لري، دغه راز هغوی د هغو کسانو په پرتله، چې هېڅ کتاب نه لولي درې برابره په خیریه چارو کې مرسته کولو ته داوطلب دي، له دې امله دې پایلې ته رسېږو، چې کتاب لوستونکي کسان، نسبت خپلې شاوخوا نړۍ ته فعال دي، چې دا نه یوازې له خپله فرد، بلکې د ټولنیز وضعیت له ښه کېدو سره به هم مرسته وکړي.
د تخیل ځواک ډېروي
هرو مرو به مو اورېدلي وي، چې وایي د انسانانو پوله (سرحد) د تخیل ځواک یې دی. هغه نړۍ، چې په کتاب کې انځور شوې ده، کولای شي ستاسو د تخیل له ځواک سره مرسته وکړي او د خپلې شاوخوا نړۍ په اړه مو د لید زاویه پراخه کړي. دا ستاسو ذهن دی، چې ستاسو د نړۍ د رامنځته کولو مسؤول دی، نه سترګې مو.
لاپسې به هوښیار شئ  
د دې پرځای، چې په بېلابېلو ټولګیو (صنفونو) کې ګډون وکړئ او ډېر لګښت وکړئ، کتاب ولولئ. کتاب لوستنه یو له کم لګښته کارونو څخه دی، چې کولای شئ د خپلې پوهې د ډېرښت لپاره یې ترسره کړئ، په حقیقت کې په کم وخت کې ډېره ګټه به تر لاسه کړئ. څېړنو ثابته کړې، کتاب لوستونکي کسان د هغو افرادو په پرتله، چې خپل وخت په نورو څیزونو باندې لګوي، د ځایونو، څیزونو او حتا د خپلو شاوخوا خلکو په اړه له ډېرې پوهې څخه برخمن دي.
لېوالتیا مو زیاتوي
کتاب لوستنه ستاسو معلومات زیاتوي، په همدې دلیل، په بېلابېلو بحثونو کې له ګډونو او دغه راز له نظر ورکولو سره ستاسو لېوالتیا هم ډېرېږي.
د اروایي فشار (سټرس) په کمښت کې اغېزمن رول لوبوي
څېړنو ښودلې، چې کتاب لوستنه د اروایي فشار د کمښت لپاره ډېره اغېزمنه ده، یوازې ۵ دقیقې کتاب لوستنه بسنه کوي، چې د زړه درزا او فزیکي نارامتیا مو آرامه شي، له دې امله هر کله مو چې د اروایي فشار او ناکرارۍ احساس درلوده، نو غوره ده، چې کتاب په لاس کې واخلئ او وې لولئ.
حافظه مو پیاوړې کوي
څېړنو ثابته کړې، افراد د مطالعې پرمهال ډېر فکر کوي، په حقیقت کې کتاب لوستنه افرادو ته دا فرصت په لاس ورکوي، ترڅو په خپل ذهن باندې لا ډېر تمرکز ولري، ترڅو وکولای شي، هغه څه چې لولي، درک یې کړي. که وغواړو مطالعه له نورو څیزونو سره، لکه د ټلویزیون ننداره کول یا راډیو ته له غوږ نیولو سره پرتله کړو، نو باید ووایو، چې مطالعه ډېرې زیاتې ګټې لري، له دې امله چې موږ کولای شو د مطالعې پرمهال مکث او وروسته فکر وکړو، خو د ټلویزیون په ننداره کولو کې دا فرصت نه لرو. دا کار ستاسو ذهن فعال او حافظه مو پیاوړې کوي.
خپل ځان به پیدا کړئ
یو له پوهانو څخه وایي، چې موږ باید کتاب په آرامه، په لوړ تمرکز، په پرانیستي ذهن او دغه راز په مینې او لېوالتیا سره ولولو. په حقیقت کې مطالعه د تخیل ځواک د ډېرښت، د تمرکز د لوړېدا او د دردونو د آرامتیا لپاره یوه لاره ده. تر کله چې خپل ځان پیدا نه کړو او په بله وینا د خپل خوب په رګ باندې پوه نه شو، نو د نورو لپاره به هېڅ ګټور ونه اوسو. کتابونه موږ ته دا شونتیا را کوي، ترڅو هغه تجربې، چې تر اوسه مو نه لرلې، ترلاسه کړو یا هغه معلومات، چې په ورځني ژوند کې به مو په کار راشي، لاسته یې راوړو. کتابونه په حقیقت کې زموږ شخصیت په غوره او شونې بڼه جوړوي.
بوختېږئ
ښایي ډېری کسان، کتاب د هغو موخو په خاطر نه، چې پورته مو ورته اشاره وکړه، بلکې د بوختیا لپاره ولولي، خو بوختیا هم د کتاب لوستنې یوه له ګټو څخه شمېرل کېږي. که مطالعه مو بوخت نه کړي، آیا بیا به هم ورسره مینه او لېوالتیا ولرو؟ په پای کې باید ووایو، چې کتاب لوستنه له هغو ټولو ګټو سره، چې دلته ورته اشاره وشوه، د فلمونو او ټلویزیوني سریالونو په پرتله به موږ ته ډېره زیاته ګټه را ورسوي، نو په ترسره کولو کې یې ځنډ مه کوئ.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ