هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

لومړی زده کړې او که کار؟!!

په جرمني کې د ګرانبیه توکو د پېرنې لپاره خلک صبر کوي او خپلې پیسې سپموي.

هغوی موټر او کور په پور اخيستی شي، خو د نورو توکو د پېرنې لپاره باید ټول عمر سپما او صبر وکړي. نن یې، د کور المارۍ واخيستې، څو میاشتې باید پیسې وسپموي، چې نور ګرانبیه لوازم وپېري. هغوی څو میاشتې او ان څو کاله صبر او حوصله کوي او بالاخره خپلې موخې ته رسیږي.

یوڅوک پوهنتون لولي، ژر ځان ته کار نه لټوي. هغوی لومړی خپلې وړتیاوې او ظرفیتونه لوړوي او بیا پر ځان او خپل ظرفیت د باور له لارې کار ته غاړه ورکوي.
د نیل ګیلمن وايي: (( هغه کسان، چې د خپلو غوښتنو په حصول کې له صبر او حوصلې کار اخلي، بریالیتوب ته نږدې دي)). د هټلر د حکومت په وخت کې د ډېری پانګوالو شتمنۍ مصادره شوې او د جبري کار لپاره کمپونو ته واستول شول.

په دوی کې یو تن ویکتور فرانکل و، چې شتمني او ان بوټان او څپلکې یې هم ترې یووړل، خو یو څیز ورسره پاتې و او هغه پر ځان او خپلو وړتیاوو باور و.

هغه په خپل کتاب کې دې مسالې ته اشاره کړې ده او وايي: (( پیسې ستاسې د شخصیت څرنګتیا او ارزښت نه شي ټاکلای، خو پرځان باور دا چاره کولای شي.))
ډېر کسان پېژنم، چې په پوهنتون کې درس وايي، خو دوه درې ځایه کار کوي. ترې پوښتم، چې په انګلیسي پوهیږې؟ وايي: « وخت ورته نه لرم»! وایم، کمپیوټر کې څنګه یې؟ ځواب راکوي، چې«ګذاره کوم!! ». د لیسې او پوهنتون دوران د زده کوونکو او محصلانو تر ټولو طلايي وخت دی او په دې وخت کې د انسان دماغ د یوڅه اخستلو ته چمتو وي، خو کله، چې له پوهنتون نه فارغ شوﺉ او په کار بوخت شوﺉ، بیا ستونزمنه ده، چې تاسې یې ترڅنګ زده کړې وکړﺉ. صبر وکړﺉ، چې له پوهنتون نه فارغ شى، د ژبو او ټکنالوژي په ګډون مو ټولې وړتیاوې بشپړې شي، بیا درته تر ټولو ښه کار پیدا کیږي.

هغوی، چې د پوهنتون په دوره کې یې خپل ټول وخت په پیسو ګټلو ضایع کړی، له ډېرو زده کړو بې برخې هم پاتې دي، خو ډېر داسې کسان دي، چې د پوهنتون په دوره کې یې په هرڅه ځان مسلط کړی او، چې له پوهنځي فارغ شوي، تر ټولو ښه معاش یې اخستی دی.

ډېر داسې کسان پېژنم، چې وايي، دومره تجربې او سرټیفیکټونه څه په بلا وهم، چې ګټه یې نه را رسیږي!! دا تېروتنه ده، ځکه ستاسې هره شېبه زده کړه ستاسې پر وړتیا او راتلونکې مستقیم اغېز ښیندي. څومره، چې ستاسې ظرفیت لوړیږي، په ادارو کې مو هومره د جذب امکان ډېریږي. ډېر کسان ګورﺉ، چې په زده کړو بوخت دي، ان د لیسې په دوره کې دي، خو په کار پسې ګرځي. داسې نه ده، چې دوی ټول بېوزله دي، په دوی کې ډېر کسان په اقتصادي لحاظ ښه دي، خو د یوه کرولا موټر شوق اخيستي او په دې شوق خپله راتلونکې ځپي. زما هدف قطعا هغه کسان نه دي، چې کار زده کوي او تجربه ترلاسه کوي، زما هدف هغه کسان دي، چې د زده کړې په دوره کې کار د پیسو د حصول لپاره کوي.

انسان ته په خپل ژوند کې تر ټولو مهم څیز صبر کول او د خپلو وړتیاوو بشپړول دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */