ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

هغه لارې چارې چې د زده کړو او ښه درس ویلو کې مو له ستړیا ژغوري

پوهېږو چې هر څوک د درس ویلو لپاره ځانګړې طریقه لري، خو دلته ځینې هغو ټکو ته اشاره کوو، چې که عملي یې کړو، نو نه به ستړي شو او نه به مو لوستی درس له ذهنه ووځي.

که د درس ویلو پر مهال ستړیا احساسوئ:

— که غواړئ چې د درس ویلو پر وخت ستړي نه شئ، نو باید چې په یوه آرامه کوټه کې کېنئ او له کوم استرس (فشار) پرته درس ویل شروع کړئ.

— کله چې درس لولئ، نو باید چې په ناسته یې ووایاست، ځکه د استراحت پر مهال درس ویل مو نور هم ستړي کوي او د دې سبب کېږي چې سم درس ونه شئ ویلای، نو ښه دا ده چې د درس ویلو لپاره له ځانګړي مېز څخه ګټه واخلئ.

— هغه څوک چې زر د درس ویلو څخه ستړي کېږي، یو علت یې دا دی چې مخکې له مخکې ورته کوم پلان نه لري، نو مخکې له دې چې درس ویل پیل کړئ، یوه طرحه ورته جوړه کړئ.

— که درس مو ډېر وي او په ویلو یې ستړي کېږئ، نو لومړی یې خلاصه کړئ، بیا یې ولولئ، په دې ډول به پرته له دې چې ستړي شئ، ښه به یې زده کولای شئ.

— د درس لوستلو په منځ کې آرام کول مو ستړیا ختموي، له هرو دوو ساعتونو وروسته د ۱۵ دقیقو لپاره آرام وکړئ.

— د درس ویلو په منځ کې له مېوو او سبزیجاتو څخه ګټه واخلئ، ځکه چې ذهن مو فعاله کوي.

— په ټاکلې کچه خوب وکړئ، ځکه که خوب مو نه وي پوره، نو درس هم سم نشئ ویلی. د ازموینې په شپه ویښ کېناستل تر ټولو لویه ستونزه ده چې زده کوونکي یې ترسره کوي.

— که غواړئ چې درس مو په ذهن کې پاتې شي او زده مو شي، هره برخه یې لږ تر لږه دوه ځلې ولولئ.

— د درس لوستلو لپاره ځانګړی وخت وټاکئ، مثلاً هغه وخت چې انرژي مو ډېره وي او پوره چمتو وئ.

— هره ورځ مطالعه وکړئ، ځکه نورو درسونو ته مو بیا ذهن چمتو کېږي.

— تر ټولو طریقو دا ګټوره طریقه ده چې لومړی سخت مطلب ولولئ، بیا په آرامه آسانه مطلب ولولئ.

درس داسې ولولئ چې په ذهن کې مو پاتې شي:

— له دې څخه مخکې چې درس ویل پیلوئ، پیاده تګ وکړئ. څېړنو ښوولې، چې ورزش ذهن آراموي. نو له درس څخه مخکې ۲۰ دقیقې پیاده تګ وکړئ.

— په لوړ آواز د درس لوستل د دې سبب کېږي چې هېڅکله مو له یاده ونه وځي، نو ښه ده چې په لوړ غږ یې ولولئ.

— تر ټولو ښه طریقه یې دا ده، که پر دې پوهېدل غواړئ چې لوستی درس مو په ذهن کې دی، نو ملګرو ته مو یې تشریح کړئ.

— که پوه شوئ چې درس مو زده شوی، نو بیا له ځانه کوچنۍ ازموینه واخلئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ

۱ تبصره