اقتصاد ساینس او ټیکنالوژي

د فیسبوک نوی اپلکیشن؛ کارونکو ته یې پیسې ورکوي

لیکنه: صادق طارق

د فیسبوک ټولنیزې رسنۍ یو نوی اپلکیشن جوړ کړی، چې کاروونکي به یې د دغه اپلکیشن د کارولو له کبله پیسې ترلاسه کوي.

دا اپلکیشن له څه مودې راهیسې فعال شوی او هغه کسان به یې د کارولو په بدل کې پیسې ترلاسه کړي، چې د خپلو موبایلونو د استعمال د بڼې په اړه دغه اپلکیشن ته معلومات ورکوي.

د اپلکیشن په اړه

د اپلکیشن نوم (Study) ښودل شوی او ویل شوي، چې دا د ګرځنده ټلیفونونو د استعمال په اړه د یوې څېړونکې ډلې لخوا جوړ شوی دی.

د اپلکیشن جوړونکو له خپلو کاروونکو ګڼې پوښتنې مطرح کړي.

مثلاً: که څوک دا اپلکیشن کاروي، باید ووایي چې په کومو وختونو کې د څه لپاره او د څومره وخت په خاطر خپل موبایل استعمالوي.

موبایل د دوی پر ژوند څه اغېز لري، څومره اغېز یې مثبت او څومره منفي دی او دوی یې له پایلو څومره خوښ دي؟

همدا شان ورته نورې پوښتنې شوي، چې له موبایل څخه خلک نور څه توقعات لري او څه نیوکې ورباندې لري، چې باید حل شي؟

د فیسبوک کمپنۍ ویلي، چې دغه اپلکیشن په ځینو خاصو برخو کې له کاروونکو پوښتنې نه کوي.

مثلاً: نه پوښتي، چې د دوی هویت څه دی، له کوم ډول کلیماتو استفاده کوي، څه ډول تصویرونه خپروي، خوښوي، یا یې د ویډیو ګانو په اړه نظر او سلیقه څه ده؟

فیسبوک دا ژمنه هم کړې، چې د یاد شوي اپلیکشن مسولین به د خپلو مخاطبینو معلومات پرچا نه خرڅوي.

د دغې ټولنیزې رسنۍ ټینګار دا دی، چې له دغو معلوماتو به یوازې د علمي او اقتصادي څېړنو لپاره ګټه اخیستل کیږي.

سرچینو ویلي، چې د دغه اپلکیشن مخاطبین به په لومړي ګام کې هندیان او د امریکا متحده ایالاتو وګړي وي.

څرګنده نه ده، چې د دغه اپلیکشن د کارولو په بدل کې به مخاطبینو او کاروونکو ته څومره پیسې ورکړل شي؟

فیسبوک کمپنۍ خپله په وروستیو کلونو کې څو ځله تورنه شوې، چې د خپلو کاروونکو معلومات یې پر ځینو حکومتونو او بنسټونو خرڅ کړي.

له دې ډلې د امریکا د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر وخت فیسبوک د خصوصي معلوماتو په خرڅلاو تورنه شوه.

همدا شان په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې ورته تور ورباندې ولګیده، چې وروسته یې فیسبوک له کبله په میلیونونه ډالره نقدي جریمې محکوم شو.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق