خبريال: مدثر دعوت
المان کې د افغانستان د وروستيو پيښو په تړاو محصلينو اعتراض کړی.
د افغانستان،المان او بيلابيلو هيوادونو محصلينو د المان په اوسنا بروک ښار کې په يوه غونډه کې د ملکيانو پر وژونو او د رواني جګړې په اړه اعتراضيه غونډه کړې.
د دوچولې المان ږغ د خبر له مخې اعتراض کوونکي وايي چې طالبان جنايتکاران دې او خلکو ته بايد ځواب ووايي،د طالبانو بنديان دي نه ازاديږي او د سولي هوکړه دې نه ورسره لاسليکيږي.
د کابل د دشت برچي په روغتون حمله کي چې اکثريت قربانيان يې ښځي او ماشومان وه ، اعتراض کوونکو د ځان سره د ماشوم مشهور جسد ته ورته نانځکه جوړه کړې وه او په نړيواله کچه يې د افغان ماشومانو ژوند تر بل هرچا ډير په خطر کې وباله.
اعتراض کوونکو په ټينګار غوښتنه وکړه چې د طالبانو د جرمونو په اړه دې تحقيات وسي او د جرمونو د نړيوالي محکمې ته دي ور کش سي.
دوی له نړيوالي ټولني وغوښته چې پدې حساسو شرايطو کي دې د افغانانو ملاتړ وکړي او د شعار په ډول يې ليکلي وه چې ” نړۍ ويښه سه!ستا په چوپتيا بشريت د وژل کيدو په حال کي دی”.
برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!
Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي